fbpx
Fotball baylal

فوټبال: افغانستان د فلسطین په وړاندې لوبه بایلوده

نن د کابل په وخت دریو بجو باندې په مالدیف کې د افغان فوټبال لوبډلې د فلسطین له لوبډلې سره مسابقه پیل کړه، چې په لوبه کې د دوو تکړه افغان لوبغاړو د ټپي کېدو له امله لوبه تاواني برېښېده.

د لوبي په لومړۍ نیمايي کې د فلسطينۍ لوبډلې غړي اشرف یو ګول وواهه، چې له افغان لوبغاړي فیصل نه تېر شو او په لومړۍ نیمايي کې فلسطین د یو ګول خاوند شو.

د لوبې د دویمې نیمايي په څلور اویایمه دقیقه کې فلسطینۍ لوبډلې یو بل ګول وواهه چې په دې ډول لوبه د دوه پر صفر په توګه د فلسطین په ګټه تمامه شوه.

فلسطین د دې لوبې په ګټلو سره د اسیاچلینج کپ پای لوبې ته ووت. مګر افغان لوبډله به د مالدیو او فليپين له بایلونکو لوبډلوسره په پنجشنبه لوبې کوي، چې د دې سیالیو درېیمه پایلوبډله هم مالومه شي.

د اسیاچلینج کپ وړونکي به په ۲۰۱۵ز کال په استرلیا کې د (اسیا د ملتونو جام) په لوبه کې ګډون وکړای شي.

تر دې وړاندې افغان لوبډله له فلپین  سره مساوي او پر ترکمنستان بريالۍ شوې وه.

{youtube}rKgDOXhHawY{/youtube}

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د