د ماشومانو لپاره اړیني خبري

ليکوال:کرامت الله اخلاص یار

۱: ماشومانو هغه کارونه مه تر سره کوئ چې ستاسو ژوند د خطرونو سره مخامخ کوي،بلکې هغه کارونه تر سره کړی چې په ژوند کې مو لوی بدلون راوستلی شي.

۲: ماشومانو په خپلو کارونو کې فعاله او خوشاله اوسئ،چې ترڅو په خپلو فعاليتونو کې کم پاتې نشئ.

۳: ماشومانو په ژوند کې مو ښې کړنې او ښه فعاليتونه تر سره کړئ،تر څو ستاسو د نېکمرغۍ سبب وګرځي.

۴: ماشومانو هغه کارونه مه ترسره کوئ،چې ستاسو د فکر او انګېزې سره برابر نه وي،بلکې هغه کارونه ترسره کړئ،چې ستاسو د فکر او انګيزې برابروي.

۵: ماشومانو هغه خبرې د مشرانو په مخکې مه کوئ،چې ډيرې مزیرې تمايږي، بلکې د مشرانو په مخکې هغه خبرې وکړئ چې ستاسو نېکمرغه کوي.

۶: ماشومانو خپل ځان مو ټولنيز جوړ کړئ،تر څو یو یو ښه ښاري واوسئ،چې د نورو سره همغږي ولرئ او دغه راز له نورو سره یوه ډاډمنه او صميمي اړيکه ټينګه کړي.

۷: ماشومانو په ښوونځي کې مو د خپلو ټولګيوالو سره په هر ډول فعاليت کې برخه واخلئ ،ترڅو له خپلو ماشومانو سره په مساوي ډول مينه وکړئ.

۸: ماشومانو هڅه وکړئ د ډوډۍ خوړلو پر وخت په یوه دسترخوان راټول شئ، د دې لپاره چې د کورنۍ غړي د ډوډۍ خوړلو پر مهال له یو بل سره اړيکې پيدا کړي. د ډوډۍ په وخت کې د تلویزون له ليدو او بل مصروفيته ځان لرې وساتئ.

۹: ماشومانو هغه کارونه مه ترسره کوئ،چې کوم هدف ونه لري،بلکې هغه کارونه ترسره کړئ،چې ستاسو ته په هر اړخ کې هدف یا ارزښت لري.

۱۰: ماشومانو که چيرې په ښوونځي کې د ناکامۍ سره مخامخ شئ،نو دا مه احساسوی چې زه ولې ناکام شوم او په ډيرې حوصلې سره یې منئ، بلکې هڅه وکړئ چې په راتلونکی کې ځان اول نمره ګۍ ته ورسوئ.

۱۱: ماشوم په ټولنه کې ټولنیزې اړيکې وساتئ، چې تر څو مشکلات مو حل شي،که چيرې ستاسو داسې اړيکې ساتئ نو ډيری ستونزې او مشکلات مو دغه اړیکې حل کولای شي.

۱۲: ماشومانو هغه حقونه چې مور او پلار یې درباندې لري، نو د هغه حقونو ته اخترام کوی او پر ځای کوی یې، ځکه چې مور او پلار ډیرې ستونزې کللي چې ته یې لوی کړئ یې،نو حقوقو ته یې پوره پوره غاړه کېږدئ.

۱۳: ماشومانو د هغه دوستانو یا خپلوانو سره مو اړیکې ما ساتئ،چې ژوند مو په بدو عملونو او ناړه کارونو اخته کوي،بلکې د هغه دوستانو خپلوانو سره اړیکې ساتئ،چې ژوند مو بریاوو ته بیایي.

۱۴: ماشومانو په لاره کې د مشرانو اخترام کوی او د هغه سره په لاره کې مرسته کوئ،ترڅو کورنۍ مو ښه کورنۍ یاده شي.

۱۵: ماشومانو دورغ مه وایئ، بلکې د دروغو پر ځای ماشومانو یا نور اشخاصو ته ښې خبرې وکړئ،ترڅو نورو ته مو څه روسولي وي.

۱۶: ماشومانو اخلاق مو داسې جوړ کړئ،چې په هر ځای کې دې دغه اخلاق وسایل شي،بلکې هغه بد اخلاق مه کوئ،چې ژوند ته دې زیان رسوي.

۱۷: ماشومانو هغه خواړه مه خورئ، کوم چې ناخوښي ښکاره کوي، باید د هغوی پر ځای نور مناسب خواړه وخورئ.

۱۸: ماشومانو خپل ژوند مو په بې ځايه او دروغو مه تيروئ،بلکې ژوند مو ښه کارونو او د کتاب په لوستلو کې تیر کړئ.

۱۹: ماشومانو د لوبو په کولو کې د نورو ماشومانو سره شخړه یا لنجه مه کوئ،بلکې د هغوی سره ښه په مينه او محبت لوبې وکړئ.

۲۰: ماشومانو د کتاب او کتابچې سره مينه پيداکړئ،ځکه چې کتاب او کتابچه کولی شي چې لوړ شخص در نه جوړ کړي.

۲۱: ماشومانو په بې ځایه خندا او ژاړه ځان مه روږدئ کوئ، بلکې دا دې پر ځای څو کلمې یادې کړئ.

۲۲: ماشومانو په لاره کې د نورو ماشومانو سره جنګ یا جګړه مه کوئ،بلکې د جنګ او جګړې پر ځای هغوی ته سمه لاره وښايئ.

۲۳: ماشومانو د بې ځایه شیانو غوښتلو څخه ډډه وکړئ،ځکه چې بې ځایه شیان مو بدن د ناروغيو سره مخامخ کوي.

۲۴: ماشومانو هغه سریالونه،فلمونه او کیسې چې په ذهن باندې مو بده اغيزه کوي مه یې ګورئ،بلکې د هغه پر ځای د ماشومانو په اړه کیسې ولولئ.

۲۵: ماشومانو د خپلو ګونډیانو ته تکليف مه رسوئ،بلکې د هغوی سره په هر ډول مشکلاتو کې مرسته وکړئ.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د