افغانستان

رویټرز: امریکا په افغانستان کې ۹۸۰۰ عسکر پرېږدي

یو جګ پوړي امریکايي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ويلي، چې امریکابه له خپلو دوه دېرشو زرو پاتې شویو عسکر څخه یواځې نهه زره اته سوه په افغانستان کې پرېږدي. د یادې سرچينې له قوله امریکا به د خپلو عسکرو شمېرتر ۲۰۱۵ پورې نیمايي ته راښکته کړي. او د خپل ماموریت له ختمېدو وروسته به دلته یاد شمېر عسکر پرېږدي.

رویټرز د چارواکي نوم نه دی خپور کړی او ويلي دي چې د امریکا دغه نهه زره اته اسوه عسکر به په افغانستان کې د افغاني عسکر و د روزنې په موخه پاتې شي. چې پاتې کېدل يې د تړون په لاسلیک پورې تړلي دي. د چارواکي له خولې امریکا به په ۲۰۱۶ز کال خپل ماموریت د سفارت سطحې ته راټيټ کړي.

د واشنګټن او کابل ترمنځ امنيتي تړون حامدکرزي په خپله دوره کې لاسلیک نه کړ، خو د راروانو ټاکنو نوماندانو يې د لاسلیک ژمنې کړې دي.

دا په داسې حال کې دی چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما تېره یکشنبه په ناڅاپي سفر کابل ته راغی او په باګرام کې يې له خپلو عسکرو سره ولیدل. نوموړي خپلو عسکرو ته ډاډ ورکړ چې د دوی د قربانۍ درناوی به کېږي اودغه جګړه به د روان کال ترپایه تماموي.

د شنونکو له نظره د اوباما یاد بې اجازې سفر د افغانستان بې وسي ښيي او دا چې ولې ولمسشر کرزي باګرام ته له ورتګه انکار کړی، يواځې د اوړو پوزه جوړول دي.

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x