څنګه مودب ماشوم وروزو؟

ژباړه: عطا محمد میاخېل

که چېرې خپل ماشوم ته مو د ادب په ورزده کولو کې بې پروایي کړې وي، نو باید په یوه مهمه موضوع باندې پوه شئ:

د هیچا نه خوښېږي، چې له بې ادبه ماشوم سره ناسته ولاړه وکړي! یو بې ادبه ماشوم په یوه ستر بې ادبه بدلېږي او هغه لویان چې مودب نه دي، نو په دنده، واده او ملګري موندنه کې به له ډېرو زیاتو ستونزو سره لاس و ګرېوان شي.

د مودب ماشوم په روزلو سره نه یوازې هغوی ته خدمت کوئ، بلکې ټولنې ته به مو هم خدمت کړی وي.

لاندې سپارښتنو ته پام وکړئ:

۱ ـــ مودب اوسېدل په خپل کور کې تمرین کړئ، کله چې ماشوم ستاسو مودبانه چلند وویني، نو ستاسو له نصیحتونو څخه لا ډېر څه زده کوي، یو ماشوم هغه څه چې ویني او یا یې هم اوري بېلګه اخلي. که چېرې د کورنۍ غړي له یو بل سره مودبانه چلند وکړي، نو ماشوم په ډېرې آسانۍ سره ادب زده کوي.

په دې صورت کې د هغه دې ته پام کېږي، چې مودب اوسېدل یانې نورو ته یو ډول درنښت کول دي، ستاسو دنده داده، چې ماشوم نورو ته د درنښت کولو په ارزښت پوه کړئ.

۲ ـــ خپلو ماشومانو ته درنښت ولرئ، کله چې ماشوم مو تاسو ته کوم څه درکوي، نو ترې مننه وکړئ او هر کله چې له هغه څخه غواړئ، کوم کار ترسره کړي، نو د مهرباني وکړئ له اصطلاح څخه کار واخلئ.

۳ ـــ خپل ماشوم ته د ټیلیفون کولو سمه تګلاره ورزده کړئ، هغه ټیلیفون ته د ځواب ورکولو، پیغام اخیستلو او خبرو ته د پای ورکولو په تګلاره پوه کړئ؛ له ټیلیفون څخه په سمه ګټه اخیستنه کې، خپل ماشوم ته مناسبه بېلګه واوسئ، هغه ته دا هم ورزده کړئ، کله چې نور غواړي ټلویزیون ننداره کړي او یا هم ماښامنۍ وخوري، نباید په موبایل کې خبرې وکړي.

۴ ـــ خپل ماشوم ته ورزده کړئ، چې له خلکو سره مرسته وکړي، د بېلګې په توګه: نورو ته د دروازې خلاصول، د هغه څیز را پورته کول، کوم چې په ځمکه غورځېدلی وي او د مننلیک لیکل.

که چېرې د کورنۍ غړي مودب اوسېدل تمرین کړي، ماشوم به هم ادب زده کړي. په یاد مو وي، چې ماشومان له خپلو بېلګو څخه ډېر درسونه زده کوي.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د