افغانستان

د سمنګان د والي مرستیال: که حکومت پوځي مداخله وکړي سخت ځواب به وویني

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د سمنګان د ګوښه شوي والي مرستیال ضیاء الدین ضیاء وايي، د سمنګان د والي ګوښه کول د ارګ او د سیمه ییزو ارګانونو ادارې کار نه دی؛ بلکې دغه پرېکړه به جمعیت ګوند کوي او د دوی په امر به له دندې ګوښه کېږي.

نوموړي له امریکا غږ دري ټلویزون سره په مرکه کې وویل، دی او د سمنګان خلک د عبدالکریم خدام ترڅنګ ولاړ دي، دوی یې ملاتړ کوي او په حکومت کې دومره توانايي نه ویني، چې د سمنګان د خلکو پر وړاندې له پوځي زور کار واخلي.

ضیاء پر ارګ تور پورې کړ، چې خپلسري پرېکړې کوي او د ملي یووالي حکومت هوکړه لیک ته ژمن نه دی، د کومې هوکړې له مخې چې د اوسني حکومت بنسټ کېښودل شو.

ده وویل، ارګ دې یو اړخیزې پرېکړې نه کوي او نه دې «یوه ډله» د ټول هېواد د سرنوشت په اړه پرېکړه کوي.

د سمنګان د والي مرستیال ګواښ وکړ، که مرکزي حکومت له پوځي زور کار واخلي، نو له بدو پایلو سره به مخ شي.« په افغانستان کې داسې قدرت نه شته، چې په سمنګان کې څوک په زور له دندې ګوښه کړي او پر ځای یې بل څوک راولي. د سمنګانیانو پر وړاندې له پوځي زور کار اخیستل بدې پایلې لرلی شي.»

ضیاء وویل، تراوسه له مرکزي حکومت ورته د نوموړي د ګوښه کولو کوم فرمان نه دی راغلی او که را هم شي نو عبدالکریم خدام دنده نه پرېږدي.

د سمنګان د والي مرستیال پنځه میاشتې وړاندې ارګ له دندې ګوښه کړی و؛ خو اجراییه ریاست بېرته مقرر کړ او تراوسه د سمنګان د والي مرستیال په توګه دنده اجراء کوي.

دوې ورځې وړاندې د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د پنځو ولایتونو والیان له دندو ګوښه کړل؛ خو تېره ورځ د سمنګان والي عبدالکریم خدام له اریانا نیوز سره په مرکه کې وویل، چې دی د جمعیت ګوند او د ترکمن قوم په استازیتوب د سمنګان والي ټاکل شوی او د ارګ پرېکړه نه مني.

ارګ ته د سمنګان لانجه داسې مهال مخته شوه، چې له دې وړاندې د بلخ له والي عطاء محمد نور هم د ارګ پرېکړه نه وه منلې او تراوسه د بلخ والي دی.

ملي یووالي حکومت د امریکا د نظامي ملاتړ سربېره بیا هم نه دی توانېدلی، چې یو والي له دندې ګوښه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x