افغانستان

لغمان: دولتي ځواکونو یوه دیني مدرسه نړولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وايي، افغان ځانګړو ځواکونو د الینګار ولسوالۍ په سنګر دره سیمه کې د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړي وو، چې د طالبانو له زندانه یې ۳۰ تنه خوشې کړي دي.

د ځواک په خبره، دغه عملیات دوه ورځې وړاندې پیل شوي وو، چې تېره ورځ پای ته ورسېدل او د طالبانو یو زندان یې مات کړ او ۳۰ تنه یې ترې ازاد کړل.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د لغمان د ځايي چارواکو ادعا رد کړې ده.

طالبان وايي، نه په یاده سیمه کې د دوی زندان مات شوی او نه دولتي ځواکونه توانېدلي چې کوم بندي ازاد کړي؛ بلکې له سخت مقاومت وروسته یې سیمه پرېښې ده او شا تګ یې کړی دی.

«تیره ورځ امریکايي اشغالګر عسکر او د کابل ادارې غلام عسکر سیمې ته د عملیاتو په نیت راغلي وو چې د مجاهدینو له کلک غبرګون سره مخ شوي او هيڅ پرمختګ يې نه دی کړی.»

د مجاهد په خبره، ګډو ځواکونو د سنګر درې په سیمه کې درې کورونه سوځولي، یوه دیني مدرسه یې بمبار کړې او په مدرسه کې یې قران کریمونه او کتابونه تر خاورو لاندې کړي دي.

«د تیرې ورځې د جګړې د شدت له امله دښمن د « B52» ډوله الوتکو له بمبار څخه هم کار واخیست، بې هدفه بمبارونه يې وکړل، خو الحمدلله مجاهدینو ته کوم زیان ندی په کې رسیدلی.»

د ټرمپ د نوې ستراتېژۍ د اعلان وروسته ګډو ځواکونو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې دیني مدرسې په نښه کړي او لسګونه زده کوونکي یې وژلي او بندیان کړي دي.

دوه اوونۍ وړاندې ګډو ځواکونو د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ هم یوه دیني مدرسه نړولې وه او د مدرسي زده کوونکي یې له ځانونو سره وړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x