نظــر

د بیان دازادۍ دروغجنو مدعیانو خپل ماهیت افشاء کړ

په کابل کې د غرب زده  رسنیو یوې ټولني پریکړه کړې چې دانتخاباتو په مهال به د هیواد په لراو بر کي د مجاهدینو اړوند راپورونه نه  نشروي او یوازې هغه څه به خپروي چې حکومتي چارواکي ورته وایي.

دا کومه نوي خبره نه ده، که له عملي اړخه وګورو له تیرو څو کلونو راهیسې معمول همداسې را روان دی، خبریالان او رسنۍ چې د تغذیې کولمې یي ترامریکایي سفارت ، انټرنیوز او نورو غربي تمویلوونکو ادارو پورې تړلي دي،

ددې په ځای چې حقایق په خپلو سترګو وویني او راپور یي کړي تل یي د چارواکو قومندې ته انتظار کړی ترڅو ورته  خبري مواد وټاکي، په تیرو څوکلونو کې سره له چې دوی عملا یوازې د دولتي بیان ازادي تمثیلوله مګر شعار یي د بیان د بي سرحده ازادي پورته کړی وو، مګر داچې اوس یي ددیموکراسۍ له دې شعار څخه شاتګ کړی او رسما یي منلې چې دانتخاباتو په مهال به د طالبانو اړوند خبرونه نه نشروي، دا اعلان یو مثبت انکشاف دی ځکه رسنیو نړۍ او هیوادوالو ته خپله هغه اصلي څیره بربنډه کړه، چې تردې وړاندې یي پټه ساتلي وه .

د بیان دازادۍ خصوصي کیدل او تر دولتي بیاناتو پورې مشروط کول  کومه نوې خبره نه ده، اصلا د شیطاني دیموکراسۍ ټول اړخونه همدا ماهیت لري، چې د شعار تر حده د ټولو لپاره ده مګر د عمل په ډګر کې د هغو محدودو واکمنو دګټو لپاره کاریږي چې د واک او اقتصاد په منابعو یي قبضه لګولي وي.

د دیموکراسۍ په نظام کې بشري حقوق دټولو لپاره برابر نه دي، بلکې د یوه اروپایي،افریقایي او د دریمې نړۍ دیوه مسلمان حقوق د ځمکې او اسمان فرق سره لري، د بیان ازادي د هر چا لپاره نه ده، بلکي یوازې د غرب ماډله واکمنو او دهغوی دفکري پلویانو لپاره د بیان د ازادۍ حق خوندي دی، هغه څوک چې دغرب له فکري فلسفو سره مخالفت لري یاورسره په یوه شکل په مقابله بوخت دي، د هغوی لپاره د بیان دازادۍ حق په رسمیت نه پیژندل کیږي، بلکې په منظم ډول یي د بیان دازادۍ له سټیجونو/ رسنیو څخه په استفاده  د غږ د خاموش کولو هڅه کیږي چې ترټولو ښه مثال یي د خبریالانو دیوې ټولني نننۍ پریکړه ده چې وایي د طالبانو اړوند خبرونه به نه نشروي .

د غربي لیبرال دیموکراسي  دنظام په قاموس کې د ازاد بازار اقتصادي نظام هم  همداسې شعاري حیثیت لري، چې ازادي یي یوازې د محدودو میلیاردرانو په ژرنده اوبه ورسموي اود نورو لپاره مارکیټ ازاد نه بلکي همیشه تړلی ساتل کیږي.

لکه وړاندې چې وویل شول، له تیرو دولسو کلونو راهیسې د نورو هیوادونو غوندې په افغانستان کې هم غربیانو او غرب زده ګانو د دیموکراسي، بیان ازادۍ او بشري حقوقو شعارونه خورا ډیر بدرګه کړل، خو له عملي اړخه کله هم دې ته حاضر نه وو، چې ترپایه دغه شعارونه په واقعي معنی ومني او عملي یي کړي.

کله چې د یوچا ظاهر او باطن یا شعار او عمل فرق سره ولري، د محدود وخت لپاره به وکولای شي خلک خطا کړي خو د ډیرې مودې لپاره هیڅ کله خپله دې منافقت ته ادامه نه شي ورکولای بلکې یوه ورځ به ضرور له رسوایي سره مخامخ کیږي.

په  دې اړه زموږ په فولکلوریکو داستانو کې یو جالب داستان شته ، وایي چې په پخوا زمانو کې کومه ورځ شغال/چغال د رنګ دیګ ته غورځیدلی وو او ټول بدن یي په رنګ سور شوی وو، کله چي یي خپل متمایز رنګ لیدلی نو د نورو حیواناتو په منځ کي یي دعوه کړي ده چې زه د ځنګله شاهزاده یم ، د ځنګله میشتوساکښو یي ډیر قدر او اکرام پیل کړی دی، ځکه هغوی خبر نه دي چې دا شغال دی، داسي ویل کیږي چې شغال د شپې مهال خامخا چیغي او انګولا کوي او که یي ونه کړي نو طاقت یي نه کیږي، کله چې شپې شوې شغال د پاچاهۍ په تخت ناست دی، خو ډیر تنګ شوی چې باید خپل چغالانه چیغه پورته کړي، مګر په دې ویریږي چې له چیغي سره به وپیژندل شي او د شهزاده حیثیت به یي ختم شي، مګر له ډیر مقاومت وروسته اخر ناڅاپه چیغه ترې شوې، کله چې نورو اوریدلي چې داخو شهزاده نه بلکې هماغه شغال دی یوازې یي رنګ بدل کړی، نو د وهلو برید یي ورباندې ښخ کړی او د شهزاده توب له تخته یي راغورځولی دی.

زموږ خبریالانو او رسنیو هم  تریوه لسیزي  ډیر وخت  عام خلک  د بي طرفۍ، ناپییلتوب ، عدم تبعیض او د بیان د واقعي ازادۍ په شعارونه  او رنګونو وغولول، مګر څرنګه چې دوی واقعا خپلواک او ناپېیلي نه وه همدا نن چیغه ترې وشوه ، چې دوی د بیان دازادۍ واقعي ممثلین یا مطبوعاتي شهزادګان  نه بلکې یوازې د دولتي اوامریکایي بیاني انګولاوو د خپرولو چغالان دي .

ښه شوه چې د امریکایي تبلیغاتي انګولاوو منافق چغالان رسوا شول .

قاري حبیب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x