افغانستان

د کابل د ښاروالۍ عواید ۷۵۰ میلیونه افغانیو ته رسېدلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په حکومت کې د شته پراخ اداري فساد سربېره د کابل ښاروالۍ ادعا کوي، چې د تېر کال په پرتله یې عواید ۷۵۰ میلیونه افغانیو ته رسېدلي دي.

د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري برخې مشر احمد شعیب رحیم وايي، د کابل ښاروالۍ عواید د تېرو کلونو په پرتله سږکال ډېر ښه وو او ورځ تر بلې یې په عواید کې زیاتوالی راځي.

ده زیاته کړه، سږکال  (۳.۳۸۴۰۱۱۲۶۴) عواید راټول شوي، چې د تېرو کلونو په پرتله څو چنده زیاتوالی ښيي.

د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، د عواید د راټولو لپاره جدي څارنه کوي او د اداري فساد پر وړاندې کلکه مبارزه پیل کړې، چې ځینې کارکوونکي یې مجازات کړي هم دي.

د دوی په خبره، د کابل ښاروالۍ د عوایدو راټولولو سیستم یې برېښنايي کړی؛ خو بیا هم په ځینو برخو کې درغلي شوې ده.

افغان حکومت اوس مهال د اداري فساد په برخه کې پنځم فاسد هېواد دی، چې ډېری لوړ پوړي چارواکي یې په اداري فساد تورن شوي دي.

د حکومت ډېری عواید له ګمرکونو، ښاروالیو او ټرانسپورټي لارو څخه دي، چې په ټولو برخو کې د اداري فساد له امله ډېر کم عواید د دولت خزانې ته ځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
spogmai saba

دافغانستان عواید چی هرڅومره زیات شی دهیوادملی منافع نه بلل کیږی بلکه هغه عواید شخصی جیبونوته ځی بیا یی ولی غریبو خلکو زړونو کی اور بلویی.

کمال

زه صباګله بلبله له نزدی پيزنم ، په مستعار نوم به می نه پیژنی مګر دا څه چه لیکم هغی سره زما ښه وخت تیر شوی هغه زما په لهجه پوهیږی ، صبا ګله د هیواد د ملی عوایدو نوم اخلی ، په داسی حال کی چه خلک سهار پاڅیږی د ماشام پوری او که ماښام کیږی تر سهار پوری د ژوندی پاڅیدلو او باتی کیدلو هیله نه لری نو عواید له کومه شول ، هو د نشه توکو او معدنیانو عوایدو پسی خو ناتو او امریکا خڼی وتلی له څو زرو میلو لیری راغلی هم ځان وژنی او هم… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx