
يونس قانوني د لومړي ځل لپاره د عطامحمد نور په ملاتړ څرګندونې کړې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ سلواغې، ۱۳۹۶ل): محمد یونس قانوني لومړی ځل د عطامحمد نور په ملاتړ څرګندونې وکړې او حکومت يې د خلکو په نارضایتۍ ملامت وباله.
د جمعیت اسلامي لوړ پوړي غړي محمد یونس قانوني د روسي شکست د نهه ویشتمې کالیزې په مناسبت پرون په یوه غونډه کې وویل، د عطامحمد نور دریځ دا په ډاګه کوي چې خلک له حکومته زړه توري دي.
هغه وویل که دا خپګان د ارګ له لوري ناپامه ونیول شي نو هېواد به «له بحران سره مخ شي.»
يونس قانوني چې تر اوسه د ارګ او بلخ په ناندرۍ کې تر رسنیو نه و راغلی، پخپلو خبرو کې حکومت دې ته متوجه کړ، چې د خپلو نیمګړتیاوو د پوره کولو هڅه دې وکړي.
هغه د راتلونکو ټاکنو نېټه د ۱۳۹۷ لمریز کال د چنګاښ ۱۶مه نه بدلېدونکې وبلله او ويې ویل، که حکومت په یاده نېټه پارلماني ټاکنې ترسره نه کړي ګڼې ستونزې به وزېږوي.
عطامحمد نور شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د لېندۍ پر اوویشتمه د ارګ له لوري د هغه د استعفا په منل کېدو، مستعفی وبلل شو او پر ځای يې انجینر محمد داود وټاکل شو، خو لا يې هم خپل ولایت ته دوام ورکړی.
د هغه له ټينګار وروسته په کندهار کې امنیه قومندان جنرال رازق هم حکومت د دې صلاحیت لرونکی ونه باله، چې څوک له دندې ګوښه کړي، د هغه په خبره حکومت قانوني مشروعیت نه لري ځکه خو قانوني ګام هم نه شي پورته کولی.
تازه د سمنګان والي عبدالکریم خدام د محمد اشرف غني هغه فرمان ناپامه نیولی چې نوموړی يې له دندې لرې کړی دی.
خدام چې د جمعیت اسلامي غړی دی، ويلي دي د ده د دندې پرېښودل یا هم دوامداره ساتل د ارګ په حکم پورې نه دي تړلي، بلکې د جمعیت اسلامي ګوند او ترکمن قوم به دا پرېکړه کوي.
د شنونکو په باور ګډ حکومت پخپله د قانون خلاف رامنځته شوی دی، ځکه خو د خپل حکم تطبیق هم نه شي کولی او یو تن کولی شي چې ټول نظام وننګوي.