
صلاح الدین رباني: د خدام د لرې کېدو په تړاو د سمنګان د خلکو غوښتنه مهمه ده
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د بهرنیو چارو وزیر او د جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني وايي، د سمنګان د والي د لرې کېدو په تړاو د سمنګان د خلکو غوښتنه مهمه ده.
هغه پخپله رسمي فیسبوک پاڼه د ارګ حکم نادیده نیولی او لیکلي يې دي، چې د دوی ګوند به عبدالکریم خدام د لرې کېدو په تړاو غونډه وکړي.
عبدالکریم خدام چې د جمعیت اسلامي ګوند د رهبري شورا غړی دی، پرون د ارګ له حکم څو ساعته وروسته وویل، چې دی د جمعیت ګوند او خپلو خلکو په خوښه والي شوی او هغوی يې باید لرې کړي.
خدام په شمال کې له عطامحمد نور وروسته دویم کس دی، چې د ارګ حکم پر ځمکه ولي.
تازه د سمنګان د همدې جنجالي واکمن عبدالکریم خدام مرستیال ضیاءالدی ضیاء ګواښ کړی چې که حکومت د پوځي مداخلې چورت ووهي سخت ځواب به وويني.
ضیاء له اشنا دری تلویزون سره په خبرو کې د خدام په اړه حکم د «یوې ډلې» حکم بللی او ويلي يې دي چې ګډ حکومت باید د جوړېدو لومړني قرارداد ته ژمن واوسي.
هغه په زغرده وویل په ټول هېواد کې داسې زور نه ویني چې د سمنګان والي له دنده لرې کړي.