شعـــــرونه

د اوباما صورت کی / لیکوال: رزین

۱- شو ابرهه را ښکاره د اوباما صورت کی
 ها کرغیړنه څیـــره دی بد نما صورت کی

دده کردار کی ښکاری دخپل سلف پیروی
 هغه یمن نه پیل کړه ده دا مریکا صورت کی

۲- تر سلف تیز ښکاریږ ی دشرارت لوری ته
 دمنافق غوندی ځی هتک حرمت لوری ته

 دپیغمبر ګستــاخ ده حوصله افزا د هغــــو
 کله بیا کوږ ولاړ وی د صهیونیت لوری ته

۳- دمسیحیت پیروسی تر ده کریشټن بیا نه وی
 ډیر کلیسا ته ورځی تر ده مین بیا نه وی

 کله حسین اوباما سی مســـلمــان غولوی
 په انسانیت خپه وی تر ده خوږمن بیا نه وی

۴- هندو به هم جوړیږی بت پرستی به کو ی
 ډیر به ګومبته کی وی ګاو پرستی به کوی

 د اقتدار لپاره به سپی په خول مچو کړی
 تر سپی به دی ډیر سپی سی ورته زاری به کوی

۵- ددقرآن څیرلو جرأت نه فورډ، ریګن کړای سوای
 نه د بوشانو وس کی نه بل کلنټن کړای سوای

 تا د ابرهه بچیــه دا جر م هم وکـــــــــړ
 نه مارکس انګلزو کړ نه مکنا ټڼ کړای سوای

۶- په تا لعنت وا یم ته دلعنت وړ یی
 په بدو ردو ارزی ته د زلت وړ یی

 (رزین) دی کله پریږدی خبردار ښه یی واوره
 په سخت ترین مرګ ارزی د بیا لعنت وړ یی

 رزین ۲۷/۵/۲۰۱۴

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x