افغانستان

د ملا تره خېل ورور د یوې معاملې په بدل کې دنده پرېښوده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په کابل ښار کې د یوویشتمې امنیتي حوزې مسوول چې د ملا تره خېل ورور و، د یوې معاملې له مخې دندې پرېښودو ته تیار شو.

شا وزیر وروسته له هغه د ولسمشر فرمان رد کړ، چې د کابل د ټولو امنیتي حوزو له مسوولینو ازموینه واخیستل شوه او دی پکې بریالی نه شو.

هغه ګواښ وکړ، چې په هیڅ صورت به خپله دنده پرې نه ږدي، پرون د یوویشتمې حوزې لپاره د نوي امر د معرفۍ په خاطر د امنیه قومندانۍ یو پلاوی ورغی چې شا وزیر په دروازه کې بېرته شاتګ ته اړ کړل.

هغه نن له ارګ سره د یوې معاملې په بدل کې دغه دنده پرېښوده او ولسمشر هم دا منیه قومندانۍ امنیتي مرستیال وټاکه.

ملا تره خېل چې کابل کې د زورواکو له ډلې ګڼل کېږي، ورور يې دغه وړاندیز منلی او زړه دنده يې د نوې په مقابل کې پرېښوده.

د ولسمشر د فرمانونو پر وړاندې وروسته له هغه د مامورینو د نه منلو زړورتیا ډېره شوه، چې له عطامحمد نور وروسته د سمنګان والي هم د ارګ حکم بې ارزښته وباله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x