افغانستان

د مشرانو جرګې مرستیال: د ارګ د امر نه منونکو پر ضد دې عملیات وشي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د مشرانو جرګې مرستیال وايي د حکومت هغه مامورین چې له مرکزي حکومته سر غړوي پر ضد يې باید عملیات وشي.

د دې جرګې دویم مرستیال محمد اصف صدیقي وايي هغوی چې د مرکزي حکومت حکم نه مني؛ حکومت يې باید پر ضد پوځي عملیات ترسره کړي.

صدیقي ازادي راډیو ته ويلي که حکومت د دې سرغړوونکو پر وړاندې چوپه خوله پاتې شي نو ګڼ مامورین به يې پر پلونو پل کېږدي.

تازه د سمنګان والي عبدالکریم خدام د ارګ حکم بې ارزښته ګڼلی او د دندې پرېښودل يې د خلکو او جمعیت ګوند په اراده پورې تړلي بللي.

د خدام مرستیال په ورته وخت کې ګواښ کړی، چې که حکومت د پوځي اقدام نیت ولري نو سخت غبرګون به وويني.

ضیاءالدین ضیاء له اشنا دری تلویزون سره په خبرو کې وویل، په افغانستان کې داسې ځواک نه ويني چې خدام دې له دندې لري کړي، مګر که د جمعیت ګوند خوښه شوه، دوی به يې ومني.

د خدام له انکاره وروسته، په کابل ښار کې د ننه د یوویشتمې امنیتي حوزې امر شا وزیر هم د خپلې دندې د پرېښودو په تړاو د حکومت حکم وننګاوه.

تېره ورځ د نوي امر د معرفۍ لپاره د امنیه قومندانۍ پلاوی د دې حوزې له دروازې وشړل شو، خو نن د یوې معاملې له مخې دندې پرېښودو ته تیار شو.

هغه د امنیه قومندانۍ امنیتي مرستیالۍ ومنله او یوویشتمه حوزه يې نوي امر ته پرېښوده.

د ارګ پر وړاندې دا ډول غبرګونونه محمد یونس قانوني د خلکو د نارضايتۍ علت بولي، خو ډېری شنونکي د حکومت ناقانونه جوړښت د داسې ننګونو پر ضد د بې وسۍ علت بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

عطا، خدام ، رازق هلکو او هغه د یوویشتمی حوضی امر سم کار کړی چه د یو غیرقانونی او جان کیری ریس له امر یی سر غړونه کړی د هغو له سر غړونی دمخه ع او غ له اساسی قانون سرغړونه کړی ، چه د اولس د رایو په ځای د بادارانو ( جان کیری ) په رایو ټاکل شوی که امریکا کی څوک لیری کولای شی لیری دی کړی دوه نه د افغانتسان دی او نه د افغانستان خلکو ټآکلی او نه دوی د افغانستان والیان او امیران نه له دندو لیری او نه مقررولی شی مننه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x