
جمعیت د سمنګان د والي په تړاو د ارګ فرمان رد کړ
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ سلواغې، ۱۳۹۶ل): جمعيت اسلامي د سمنګان د والي له دندې د لرې کېدو په تړاو د ارګ فرمان رد کړ.
د دې ګوند مشر او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني پخپله رسمي فیسبوک پاڼه د جمعیت اسلامي د رهبري شورا په حواله هغه اعلاميه خپره کړې چې ارګ يې ملامت کړی دی.
اعلاميه کې د جمعیت اسلامي د رهبري شورا د غړي عبدالکریم خدام له دندې لرې کول د ګډ حکومت د «روح خلاف» بلل شوي دي.
اعلاميه کاږي چې خدام سږ کال هلته والي وټاکل شو، له څو میاشتې وروسته نه خلکو شکایت کړی او نه هم ارګ د هغه پر دنده کومه نیوکه لري، نو لرې کول يې دوی ته د منلو نه دي.
جمعیت ټینګار کړی چې د حکومت د جوړېدو پر مهال یو مهم اړخ و، نو د شراکت له مخې يې باید د غړو خیال وساتل شي.
« جمعیت اسلامي چې د حکومت د جوړېدو یو اصلي اړخ و، د سمنګان د والي لرې کول، نا موجه، د بحران په لوري یو بل ګام او د ملي وحدت حکومت له روح سره خلاف بولي، د سمنګان د خلکو او د ترکمنو د شریف قوم د دریځ پر تایید دا فرمان ردوي.»
په اعلاميه کې ارګ د بحرانونو زېږونکی بلل شوی او پر سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او مخورو شخصیتونو غږ شوی، چې د ارګ د دې چارو مخه ونیسي.
جمعیت دا هم یاده کړې چې لا هم له ارګ سره د بلخ په ناندریو کې کومې پایلې ته نه دي رسېدلي، چې یوه بله ستونزه يې رامخته کړي.
په ورته وخت کې د مشرانو جرګې مرستیال محمد اصف صدیقي وايي، مرکزي حکومت باید د هغه چا پر ضد پوځي عملیات وکړي، چې حکمونه نه مني.
د سمنګان د والي مرستیال بیا ګواښ کړی، چې که حکومت د پوځي اقدام نیت ولري، سخت غبرګون به وويني.