ټولنیزه برخه

پر ځان باور (2)

یو تاجر په یوه ګلبڼ کې په چوکۍ ناست و او د خپلې کمپنۍ شاته تګ او پورونو ښه پوره اندېښمن کړی و، له ځانه سره یې فکر کاوه چې څنګه به وکولی شي په لومړي سر کې خپل پورونه لنډ کړي، په دې حال کې یو سپینږیری ورته راغی سلام یې وکړ او په مخامخ چوکۍ ورته کېناست، له لنډو خبرو رورسته یې ورته وویل: تاسو اندېښمن راته ښکارئ؟ تاجر د خپلو تاوانونو او د خپلې کمپنۍ د شاته تګ کیسه ورته تیره کړه،

سپینږیري ورته وویل: زه کولی شم ستاسو سره مرسته وکړم، جیب ته یې لاس کړ د بانک کاپۍ یې را واېستله، له هغه نه یې د نوم پوښتنه وکړه، سمدستي یې چیک ورته ولیکه او تاجر ته یې چې ورکاوه ورته ویې ویل: کال وروسته به په همدې ځای کې سره غواړو او زما پیسې به دلته راکوي.

د سپینږیري له روانیدو وروسته تاجر په حیراني سره د بانک چیک ته ځیر پاته دی، په چیک کې پنځه سوه زره (نیم ملیون) ډالره لیکلي دي او د جانډي روکفلر لاسلیک پرې شوی ده! جانډي روکفلر په 1839م کې د نړۍ لوی شتمن تاجر و، هغه د پیټرولو په کاروبار کې خورا زیاته شتمني ترلاسه کړې وه او په خپل ژوند کې یې د نړۍ په مختلفو برخو کې له خیریه موسسو سره 550 ملیونه ډالره مرسته کړې وه، تاجر په نیم ملیوني چیک ډیر خوشاله شو او له ځانه سره یې وویل: اوس کولی شم د خپلي کمپنۍ ډیرې ستونزې حل کړم.

تاجر له ځانه سره فکر وکړ چې زه باید دا چیک د احتیاط له پاره بشپړ راته کیږدم کله که ډیر ضرورت پیدا کیده نو مات به یې کړم، نو په ډاډه زړه یې په خپلو کارونو پیل وکړ، د کمپنۍ مختلفو پوروړیو ته یې د وخت د یوڅه ځنډولو خبره وکړه، خپل کار یې په ډاډه زړه خو په ډیره تیزي او چالاکي سره روان کړ په کم وخت کې یې ډیر زیات سامان وپلوره په څو میاشتو کې یې پورونه پرې کړل او کار یې ډیر تیز روان شو کمپنۍ یې ښه ګټه وکړه لنډه ده چې د کال په پوره کیدو سره یې کمپنۍ خورا زیاتې لاس ته راوړنې ولرلي او کارونه یې په خورا بریالیتوب سره مخ په وړاندي روان وو.

چیک ور کوونکي سپینږیري چې کومه نیټه ورکړې وه هغه پوره شوه، تاجر په خپل وخت هماغه ګلبڼ ته روان شو، په ګلبڼ کې هغه سپینږیری ورته انتظار و دی ورغی او څنګ ته ورسره کښېناست، په پیل کې یې د هغه زیاته مننه وکړه او وروسته یې د خپلې کمپنۍ د بریا داستان ورته پیل کړ، سمدستي یې جیب ته لاس کړ او هماغه چیک یې ورته را واېست، چیک یې پوره و او مات کړی یې نه و، سپینږیري ته یې خپله کیسه ډیره په خوشالي بیانوله او ویې ویل چې تیر کال مي کار دومره پرمخ روان و چې ستاسو چیک ماتولو ته هیڅ اړتیا پیښه نشوه. تاجر سپینږیري ته د خپلو بریاو داستان په خوند خوند بیانوي چې په دې وخت کې ناڅاپه د یوه روغتون نرسه یې مخته ودریدله او ویې ویل: ډیر شکر ده چې دلته مي پیدا کړې، سپینږیری یې له لاسه ونیو او تاجر ته یې وویل: هیله کوم خپه نشي، دا سپینږیری هر ه ورځ د دې ګلبڼ خواته روغتون نه دلته راتښتي، دی فکر کوي چې جانډي کفلر دی او خلکو ته هم وایې چې زه جانډي کفلر یم .

تاجر په خپل ځای هیک حیران پاته شو او نرسې سپینږیری لیونی لاس نیولی روان کړ، تاجر فکر کاوه چې څنګه یې وکولی شوای د کوټه چیک په ډاډ یې خپله کمپنۍ له افلاس نه وژغورله، تاجر له ډیر فکر وروسته دې پایلې ته ورسیدی چې دې چیک او پیسو ده ته ګټه نده رسولي بلکي د ده حالت یوه نوې اکتشاف او زورورې لاسته راوړنې له ناکامي نه د بریالیتوب په لور روان کړ او هغه نوی اکتشاف (پرځان باور) ترلاسه کول و، اصلا د ده د بریا یواځنی لامل پر ځان باور و او که له ښه تدبیر سره پرځان باور مل شي هیڅ ډول ناکامي یې مخه نشي ډب کولی، دا کیسه پرځان د باور عجیبه ښه بیلګه ده، په کیسه کې پرځان د باور خبره که څه هم په کوټه چیک تکیه شوي ده خو دا مطلب موږ ته په لاس راکوي چې که په هره توګه یوڅوک پرځان باور ترلاسه کړي هغه به بریالیتوب ترلاسه کوي ځکه په کیسه کې تاجر له چیک نه هیڅ ګټه پورته نکړه بلکي د چیک په مټ ترلاسه شوي باور د کمپنۍ په کارونو کې مرسته وکړه. بناء په هره طریقه چې پرځان باور ترلاسه شي دبریالیتوب ضامن ده.

لیکوال: حامد افغان

که ددې لیکني لومړۍ برخه تاسو نه وي لوستې، نو لاندي لاندي ادرس باندي لوستلای شئ:

http://nunn.asia/index.php/leekani/social/11636

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x