څه یې وبولو کسات یا بل څه ؟

م، خواتي

پدې وروستیو کلونو کې په امریکایي میډیا کې په جګړه کې د طالبانو په وړاندې د امریکې د ناکامۍ او آن ماتې خبرې کیږي. همدې مسئلې ته په کتو سره تیر کال د اګست په میاشت کې واشنګتن د افغانستان په اړه خپله نوې ستراتیژي اعلان کړه چې په بشپړ ډول جنګي ستراتژي ده.

د دې ستراتژۍ له اعلان څخه وروسته امریکایانو د مخالفینو د ځپلو په نامه د افغانستان پر کلیو او بانډو باندې هوايي بمبارۍ زیاتې کړي ، آن تر دې چې په افغانستان کې یې د بمونو مور بم هم وغورځاوه.

دغو بمباریو نه دا چې د وسلوالو مخالفینو جنګي روحیه یې کمزورې نکړه بلکې د هغوی بریدونو لا زور واخیست چې د انټرکانتیننتال پر هوټل او د صدرات څلور لارې وروستي بریدونه یې څرګندې بیلګې دي . د دغو بریدونو په اړه اجرائیه رئیس او د کورنیو چارو وزیر په ښکاره وویل چې د حکومت له دننه څخه د بریدونو په تر سره کولو کې مرسته شوې ده.

دلته پوښتنه داده چې دا څوک دي چې طالبانو ته یې زمینه برابره کړه تر څو دا بریدونه وکړي ؟ آیا داسې کېدای شي چې امریکایان دغسې کړۍ یا اشخاص د حکومت په لیکو کې و نه پېږني ؟ آیا داسې خو به نه وي چې هر څه قصدي او په پلان شوې توګه مهندسي شوي وي ؟

دې ته هم باید پام وکړو چې زیاتره قربانیان ملکي وګړي وو . له دې څخه هم دا پایله راوځي چې هغو کړیو چې د طالبانو دې بریدونو ته لاره هواره کړې ده غوښتي یې دي چې د طالبانو په وړاندې د پنځه- شپږ میلیوني کابلیانو د مخالفت کچه لا زیاته کړي. له همدې بریدونو وروسته د امریکې ولسمشر له طالبانو سره د نه خبرو اعلان وکړ .

ښه دا چې له دغو پیښو دمخه هم د امریکایانو له خوا له طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو د رښتینې لیوالتیا څرک نه لګیده بېله خبره ده . همدارنګه له دغو بریدونو سره جوخت یو ځل بیا سترې بی – ۵۲ بم غورزونکې الوتکې د افغانستان په هوایي قلمرو کې راڅرګندیږي ، پر کلیو او بانډو باندې بمبارۍ پیلوي ، آن تر دې چې له چین او تاجکستان پولو ته نږدې کلي هم بمبارد شول .

له ویلو پرته څرګنده ده چې له دغو بمباریو سره بشپړکلي ویجاړیږي ، د انساني اومالي زیانونو کچه یې هم د اندیښنې وړ ده. ښايي د امریکایانو موخه د طالبانو ځپل او د هغوی د جنګي روحیې کمزوري کول وي خو له بده مرغه د بیګناه ولسي وګړو مرګ ژوبله هم ورسره تړلې ده .

دلته پوښتنه پیدا کېږي او هغه دا چې آیا طالبان پیاوړي دي ؟ که ځواب هو وي نو جګړه ګټه نلري امریکا باید له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي او سیاسي حل راوباسي . خو که ځواب نه وي نو د کلیو او بانډو ورانونې او د ملکي وګړو وژنې او بې ځایه کونې د څه لپاره ؟ دلته ده چې د کسات خبره وزن اخلي.

دلته د داعش مسئله هم شته . نن ډېری څېړونکي داعش یوه انګلوساکسوني – صهیونیستي پروژه او وسله ګڼي. دې اندېښنې ته په کتو پدې وروستیو میاشتو کې وینو چې داعش په منځني ختیځ کې ځپل کېږي خو په افغانستان کې برعکس ځواکمن کېږي . لامل به یې څه وي ؟ د اوسني حکومت څو مخورو څېرو او د اولسي جرګې څو وکیلانو په وار وار ادعاوې کړي دي چې حکومت داعشي ډلې سمبالوي . دلته دا پوښتنه را ولاړېږي چې داسې خو به نه وي چې د دغو هوایي بمباریو موخه دا ده تر څو کلي او سیمې د داعش لپاره تش کړي ؟ پدې اړه ګاونډیانو په تیره بیا روسیې تل دا اندیښنه ښودلې ده چې په شمال کې ناڅرګندې الوتکې کښته کیږي او جنګیالي ځای پرځای کوي.

د وروستۍ خبرې په توګه باید وویل شي چې امریکا دغه جګړه په هماغه پیل کې بایللې وه ځکه پر داسې هېواد یې تېری وکړ چې پخپله د ترهګرۍ قرباني و . امریکا داسې لوېدلي کسان د واک ګدۍ ته وخېږول چې هیڅ ډول اصولو ته ژمن ندي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د