نړۍ

اوباما: د افغانستان سوله او امنيت د امريکا مسؤوليت نه دی

نن ټکی اسيا: د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر باراک اوباما ويلي، چې افغانستان کې سوله او امنيت راوستل د امريکا دنده نه ده.

اوباما د روان ۲۰۱۴ م کال تر پايه له افغانستانه د خپلو عسکرو د ويستلو د اعلان پر مهال و ويل، چې افغانستان هيڅکله زموږ لپاره زموږ لپاره يو مناسب هيواد نه دی او دغه هيواد کې سوله او امنيت د امريکا ټېکه نه ده.

اوباما د سپينې ماڼۍ “روز ګارډن” کې د خپلې وينا پر مهال اعلان وکړ، چې ۲۰۱۴م کال څخه وروسته به ۹۸۰۰ امريکايي عسکر په افغانستان کې پاتې کيږي.
اوباما دغه اعلان تېره يکشنبه افغانستان ته له يو ناڅاپي سفر څخه وروسته په واشنګټن کې وکړ.

د يادونې وړ ده، چې ۲۰۰۱ م کال کې د امريکا ولسمشر جورج بوش د سپتمبر د يوولسمې پړه پر افغانستان اچولی وه او په همدې پلمه يې پر افغانستان پوځي يرغل وکړ.

اوباما په خپلو خبرو کې و ويل، چې ۲۰۱۶ م کال تر پايه به له افغانستانه خپل ټول عسکر وباسي.

اوباما زياته کړه، چې دی په دې اړه د هيچا د نيوکو پروا نه کوي، ځکه چې افغانستان د دوی لپاره هيڅ مناسب هيواد نه دی، چې دوی پکې خپل عسکر پريږدي او نه هم افغانستان کې سوله امنيت د امريکا ځانګړې ټېکه ده.

امريکايي چارواکو هيله ښودلې، چې راتلونکی ولسمشر به امريکا سره دوه اړخيز امنيتي سند لاسليک کړي، تر څو د افغان ملي اردو د روزنې تر څنګ د مخالفينو پر خلاف پوځي عمليات هم روان وساتل شي.

چارواکيو ويلي، چې د ۲۰۱۵ تر پايه به نهه زره اته سوه امريکايي عسکر افغانستان کې پاتې وي. ۲۰۱۶ کال څخه وروسته به ټول امريکايي عسکر له افغانستانه وځي او د امريکايانو شتون يوازې تر سفارتي چارو محدود وي.

د کتونکو په اند اوباما د نړۍ تر ټولو د سترې جګړې د پای ته رسولو اعلان وکړ.

اوباما و ويل، چې د افغانستان امنيت او سوله د افغانانو خپل کار دی او امريکا يوازې د خپلو ګټو دساتلو مسؤوليت لري.

اوباما زياته کړه، چې امريکايي عسکرو افغانستان کې له اندازې زيات وخت تېر کړ او اوس دی د نوموړې جګړې د پای ته رسولو اعلان کوي او د جګړې پای ته رسول تر پيلولو ډېر ستونزمن کار دی.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼۍ ليکوال د او د سياسي چارو امريکايي کار پوه رچرډ کوهن وايي چې اوباما د افغانستان جګړه خپله جګړه نه بوولي او وايي، چې دا ده ته په ميراث کې ورپاتې شوې جګړه ده او دی يې بايد پای ته ورسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x