ننګرهار: اچین کې یو ډله‌ییز قبر موندل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په مامند دره سیمه کې یو ډله ییز قبر موندل شوی، چې د داعش وسله والو پکې ۱۲ تنه  ښخ کړي وو.

د اچین ولسوالۍ ولسوال سیدالرحمن وايي، په دغه قبر کې ټول د کوټ ولسوالۍ د سې پای سیمې اوسېدونکي ښخ شوي وو، چې یو نیم کال وړاندې د داعش وسله والو له ځانونو سره بېولي وو.

د ولسوال د معلوماتو له مخې، دوی د دغه قبر په اړه پخوا معلومات ترلاسه کړي وو؛ خو په سیمه کې د داعشیانو د موجودیت له امله یې د قبر کېندلو ته زړه نه ښه کاوه.

دی وايي، ټول لومړی په ډزو سره وژل شوي او بیا په ډله ییز ډول په یوه قبر کې ښخ شوي وو.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، وژل شوي ټول د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي دي، چې ځینې یې قومي مشران هم وو.

د خوږیاڼي په خبره، د ټولو جسدونه یې کوټ ولسوالۍ ته راوړي وو او نن لس بجې یې جنازه وشوه او خاورو ته وسپارل شول.

د اچین ولسوالۍ د مامند دره سیمه اوس مهال د دولت تر ولکې لاندې ده؛ خو په نورو سیمو کې یې اوس هم د منګل باغ او د داعش وسله وال فعالیت کوي.

د داعش وسله والو له دې وړاندې هم د ننګرهار له هسکې مېنې، اچین، پچیراګام، خوږیاڼیو، کوټ او ځینو نورو سیمو نه ملکي خلک تښتولي، چې د دوو کلونو په تېرېدو سره یې لا هم د مړي ـ ژوندي څرک نه لګېږي.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د