نړۍ

عمران: چارواکي وزيرستان له پاکستانه جلا کول غواړي

نن ټکی اسيا: د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او خيبر پښتونخوا کې د واکمن ايتلافي حکومت لارښود عمران خان وايي، چې د وزيرستان خلک او پارلماني وکيلان داسې انګيري، چې حکومت شمالي وزيرستان له پاکستانه جلا کول غواړي.

عمران زياته کړه، چې حکومت د مذاکراتو په اړه ناکام شوی دی.

نوموړي اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته په خپلو خبرو کې و ويل، چې دی به د پاکستاني پوځ له سرلښکر جنرال راحيل شريف ليده کاته کوي او دا غوښتنه به ترې کوي، چې پر شمالي وزيرستان دې پوځي بريدونه او بمبارۍ ودروي.

عمران خان زياته کړه، چې ختيځ پاکستان “بنګلاديش” د ده په ژوند کې له پاکستانه جلا شو، ځګه بنګاليانو خپله محرومي او بې چاره ګي حس کړې وه.

 

نوموړي زياته کړه، چې نن د بلوچستان او شمالي وزيرستان هم دا حال دی.

عمران خان پر نواز شريف او ورور يې شهباز شريف هم نيوکه وکړه، چې دوی ته ټول پاکستان يوازې پنجاب او لاهور ښکاري، مېټرو بسونه، اوميټرو ريل ګاډی يوازې د لارهور حق بوولي.

نوموړي زياته کړه، چې د نواز شريف دې کارونو سره دنورو ايالتونو د محرومۍ احساس زياتيږي.

عمران خان و ويل، چې د وزيرستان ډېرو اوسيدونکو ده ته ويلي، چې داسې بريښي چې حکومت غواړي، شمالي وزيرستان له پاکستانه جلا کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x