افغانستان

فاریاب: د جنبش اړوند اربکیانو لا هم د ولسي جرګې غړی د ملي اردو لوا کې محاصره کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د فاریاب د ولایت مقام په یو نیم کیلومترۍ کې د دوستم د نږدې کس نظام الدین قیصاري، چې د اربکیانو مشري هم پر غاړه لري، له لوري د ولسي جرګې غړی محاصره پاتې دی.

فتح الله قیصاري چې نظام الدین قیصاري يې د هغه د قتل د هڅې په تور تورنوي، له پرون راهیسې د ملي اردو لوا کې پنا اخیستې ده، چې دغه لوا د نظام الدین د کسانو له لوري محاصره ده.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا ناسته کې د فاریاب پر دې وضعیت اندېښنه ښکاره کړه او ويې ویل چې دا ستونزه باید ژر حل شي.

هغه په ناسته کې د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت پر مسوولینو غږ وکړ، چې دې وضعیت ته رسېده ګي وکړي.

څه موده وړاندې د اربکیانو دې مشر دعوه کړې وه، چې فتح الله قیصاري يې د وژلو لپاره یو ماین خښوونکی ور لېږلی و، چې ده ژوندی ونیو او په جرم يې اعتراف وکړ.

هغه وايي چې قاتل ته يې فتح الله قیصاري او د هغه ملګري رحمت الله ترکستاني د یو نیم میلیون افغانیو ژمنه ورکړې وه.

دوه میاشتې وړاندې هم نظام الدین قیصاري، رحمت الله ترکستانی هم محاصره کړ، خو د فاریاب والي يې د خلاصولو لپاره ننواتی ورغی.

په فاریاب کې دا وضعیت په داسې حال کې دوام لري، چې شمال کې د بلخ او ارګ له ناندریو وروسته د سمنګان او ارګ تر منځ هم اوبه خړې شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx