غزل – محمدعلي عمري

په یاد همدا خبر لره بيا بـــه دې مــلا ماته سي

مه کښېنه بل تـــه په اسره بيا به دې مــلاماته سي

تـــر اندازې تلوار د ژوند په کار کې هم مه کوه

په تلوار څنګه خورې اوګره بيا به دې ملا ماته سي

ستاماشومان تنکي ګلان دي له خزان څخه تل

باندې کوه مدام پیره بيا به دې ملاماته سي

قلم پــه لاس ورکه سیالان به د سبا ورځي شي

ګوره چـــي ورنکړې اره بیا به دې ملا ماته سي

د ښو اخـلاقــو پــــر لار ولــــې تر جنته نه ځې

ده رسېدلې ګلـدره بيا بــــه دې مـــلا مـــاته سي

په دغــــه تمه عمــري انتظار مــــــه کوه چي

شي به هر يو ارمان پوره بيا به دې ملا ماته سي

مسلم باغ

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د