نړۍ

سپينه ماڼۍ کابل لپاره د سي ای اې د مشر د نوم د افشا کېدو پلټنه کوي

امريکايي رسنۍ وايي، چې سپینې ماڼۍ کابل لپاره د سي ای اې د مشر د نوم د افشا کېدو پلټنه پيل کړې.

کابل لپاره د سي ای اې د مشر نوم په هغه لست کې په تېروتنه خپور شوی و، چې کوم ژورنالستان افغانستان ته د اوباما د سفر ملګري وو.

د سي ای اې د قانون له مخې، له هيواده بهر د سي ای اې د سيميزو مشرانو نومونه بايد پټ پاتې وي.
د امريکا د ملي امنيت وياندې کېټلېن هايدن رسنيو سره په خپلو څرګندونو کې و ويل، چې سي ای اې د سپينې ماڼۍ له چارواکيو غوښتي، چې د کابل لپاره د دوی ځانګړي استازي د نوم د افشا کېدو په اړه پلټنې وکړي.

هايدن په خپلو څرګندونو کې زياته کړه، چې کوښښ کوي، چې د سي ای اې د سيميز مشر نوم د افشا کېدو لامل معلوم کړي او راتلونکې کې د داسې تېروتنو مخه ونيسي.

د يادونې وړ ده، چې تېره يکشنبه افغانستان ته د اوباما د سفر پر مهال د سپينې ماڼۍ مطبوعاتي دفتر څخه د هغو ژورنالستانو د نومونو لست خپور شوی و، چې کوم ژورنالستان افغانستان ته د اوباما د سفر ملګري وو.

په نوموړي لست کې د کابل لپاره د سي ای اې د سيميز مشر نوم هم په تېروتنه خپور او تر څنګ يې ليکل شوي و، چې کابل لپاره د سي ای مشر.

د سپنې ماڼۍ چاروکيو خپلې تېروتنې ته له متوجه کيدو وروسته نوموړی لست لغوه او پر ځای يې نوی لست خبريالانو ته ولېږه او د سي ای اې د سيميز مشر نوم يې ترې لرې کړ.

چارواکيو ټولو خبريالانو ته خبردار ورکړی، چې د سي ای اې د نوموړي مشر نوم بايد افشا نشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x