ورزش

د راشد خان پیاوړې لوبې افغانستان ته ستر هدف ورکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ سلواغې، ۱۳۹۶): د افغانستان او زمبابوې ترمنځ په پنځمه او اخري یو ورځینۍ لوبه کې افغانستان زمبابوې ته د ۲۴۲ منډو هدف وټاکه.

راشد خان په داسې وخت کې چې د افغانستان یو شمېر لوبغاړي وسوځېدل، منډې یې کمې وې او اورونه زیات شوي و، چټکې ۴۳ منډې جوړې کړې او د زمبابوې لپاره یې لوړ هدف ټاکلو کې مرسته وکړه.

محمد شهزاد خپله ویکټه په ۲ منډو له لاسه ورکړه، چې ورپسې جاوید احمدي او رحمت شاه په زړه پورې ملګرتیا ترسره او د دواړو ترمنځ ۱۲۹ منډې تخنیکي ملګرتیا ترسره شوه، چې دواړو نیمه سلیزې هم ووهلې.

خو وروسته د عادت په څېر یو ځل بیا لوبډلمشر اصغر ستانکزی ژر وسوځېد او یوازې ۲ منډې یې جوړې کړې چې لوبډله یې له ستر فشار سر مخ کړه، او افغانستان وار ترمخ ویکټې له لاسه ورکړې، همدا ډول چې سمیع الله شینواری له ډیرې مودې وروسته لوبو ته راغلی و په ۳۱ توپونو یې یوازې ۵ منډې جوړې کړې.

په پای کې د راشد خان او شرف الدین ترمنځ چټکه او غوره (۵۱) منډې ملګرتیا ترسره شوه چې هدف یې زمبابوې ته سخت کړ.

راشد خان په ۲۹ توپونو د ۳ شپږیزو او ۳ څلوریزو په مرسته ۴۳ چټکې منډې جوړې کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x