«د برېښنايي پېژندپاڼو لپاره ۲۵۰ دولتي چارواکو نومونه ثبت کړي»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د برېښنايي پېژندپاڼو اداره وايي، تر ننه یې د ۲۵۰ لوړ پوړو دولتي چارواکو نومونه ثبت کړي او تر راتلونکو څو ورځو پورې به دغه شمېره زرګونو کسانو ته ورسېږي.

د یادې ادارې ویاند روح الله احمدزی وايي، په تېرو پنځو ورځو کې یې د ۲۵۰ کسانو بایومټریک کړی او لومړني معلومات یې جمع کړي دي.

د احمدزي په خبره، تراوسه ولسمشر غني، مېرمن یې، د ولسمشر دویم مرستیال، د ولسي جرګې ځینې غړي، د مشرانو جرګې رییس او د نورو لوړ پوړو چارواکو بایومټریک کړی دی د او د برېښنايي پېژندپاڼو د اخیستلو لپاره یې نومونه ثبت کړي دي.

د ده په خبره، د نویو برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لپاره هر ډول فني او تخنیکي کارونه بشپړ شوي او دغه چاره به ټول هېواد ته وغځوي.

د نویو برېښنايي پېژندپاڼو د وېش په اړه د ملي یووالي حکومت نیمايي چارواکي هغږي دي؛ خو نیمايي چارواکو یې مخالفت کړی دی.

د برېښنايي پېژندپاڼو وېش د تېرې جمعې په ورځ پیل شو، چې د وېش څو ساعته وروسته اجراییوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله یې مخالفت وکړ.

تېره ورځ د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق ویلي وو، چې افغان کلمه دې پر نورو هویتونو نه تپل کېږي او دغه بهیر باید ژر تر ژره ودرول شي.

برېښنايي پېژندپاڼو کې ځینو د اسلام او افغان کلمو سره مخالفت کاوه او ولسي جرګې مثبته رایه هم ورکړې وه؛ خو وروسته د مشرانو جرګې د ولسي جرګې پرېکړه رد کړه.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د