ورزش

کرېکټ: افغانستان زمبابوې ته یو پر څلور ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ سلواغې، ۱۳۹۶ل):  د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د دوو شل اوریزو او پنځو یو ورځنیو لوبو لړۍ افغانستان وګټله.

په نننۍ لوبه کې پچه افغانستان وګټله او خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې د پنځوسو اورونو په لوبولو یې ۲۴۱ منډې وکړې او ۹ لوبغاړي یې وسوځېدل.

د افغانستان د پیل لوبغاړي محمد شهزاد محمدي یوازې دوه منډې وکړې او خپله وېکټه یې د لاسه ورکړه؛ خو د رحمت شاه او جاوېد احمدي اوږدې ملګرتیا د افغانستان د بریا هیلې بیا راپیدا کړې.

په نننۍ لوبه کې جاوېد احمدي ۷۶، رحمت شاه ۵۹، راشدخان ۴۳، شرف الدین اشرف ۲۱، محمد نبي ۹، ناصر جمال ۷، مجیب ځدراڼ ۱ او لوبډلمشر اصغر ستانکزي یوازې دوه منډې وکړې او وسوځېده.

د زمبابوې په توپ اچوونکو کې چیتارا ۲، مضرباني ۲، سکندر رضا ۲، کریمر۱ او چیسوري هم ۱ لوبغاړی وسوځول.
په افغان توپ اچوونکو راشد خان اقتصادي توپ اچونه وکړه او ۳ لوبغاړي یې له مخې لرې کړې، محمد نبي ۲، شرف الدین اشرف ۲، مجیب ځدراڼ ۱ او شاه پور ځدراڼ هم د یوه لوبغاړي په سوځېدو وتوانېده.

د زمبابوې په لوبغاړو کې یوازې ایرواین ۳۴ او ټایلر ۲۷ منډې وکړې او نور لوبغاړو ښه ونه ځلېدل. زمبابوې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۹۵ وکړې او افغانستان د ۱۴۶ منډو په توپیر دغه لوبه وګټله.

په نننۍ لوبه کې سمیع الله شینواری، شاه پور ځدراڼ او جاوېد احمدي نوي لوبول شوي وو، چې یوازې جاوېد احمدي ښه وځلېده.

افغانستان او زمبابوې ترمنځ د لوبو دواړه لړۍ افغانستان ګټلې وې، چې په نننۍ لوبې سره یې زمبابوې ته د ۱ـ ۴ ماتې ورکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x