نظــر

مجرمې رسنۍ

په هېواد باندې له یرغل سره سم، تبلیغاتي یرغل پوره زور واخیست، آن داسې تبلیغېدله چې که څوک د ناټو والو ټانک ته کلاشنکوف د ډز په تمه ونیسي، نو ميل يې په خپل کوږ شي. دغسې تبلیغات کور په کور اوباما ونه ګرځول او نه هم کرزي په ټول هېواد کې د هرچا دروازه ټکوله، چې ګورئ له مېلمنو سره پام کوئ!

د دې کرغېړن یرغل په پایله کې رامنځته شوي د فحشا او فساد ډلګۍ چې دوی يې دولت بولي، خپل ټول تبلیغات د رسنیو له لارې وکړل. په نوره نړۍ کې رسنۍ د يو قاضي دنده پر مخ بیايي او د ولس او دولت ترمنځ پول جوړېږي، له خلکو سره په قضایاو کې مرسته کوي، او د دولتي نارواوو پرده پورته کوي.

زموږ په هېواد کې هرڅه سرچپه دي، دلته رسنۍ د دولت هرې ناروا ته د روا دلیل موندلو هڅه کوي، دلته رسنۍ د خلکو د ذهني غلامۍ زور وهي، دلته رسنۍ ولسونه په افت ککړوي. د ولس په وړاندې له اربکیانو وروسته د بهرنیانو ترجمان یوه کرغېړنه څېره ده، مګر که مو فکر کړی وي، رسنۍ د یو ترجمان تر حیثیت پورته حیثیت نه لري، همدا رسنۍ دې چې د کرزي غږ ترکوره در رسوي، همدا رسنۍ دې چې د اوباما خبرې درته ژباړي.

دا سمه ده چې په یوه منظم، او حاکم دولت کې رسنۍ څلورمه قوه ده، چې باید ولس په دولت راټول کړي او دولت د ولس ستونزو ته متوجه کړي، مګر زموږ په هېواد کې چې اصلاً نه نظام شته نه حکومت؛ نو رسنۍ هم د پیسو ګټلو او ولس ځورونې یوه پروسه ده، بس.

دلته نظام ځکه نشته چې د نظام لومړنی شرط نظم دی، چې دا دولت نظم بېخې پېژنې نه؛ او دلته حکومت ځکه نشته چې د حکومت لوی شرط حاکمیت وي، او دا په خپله پوسته کې په خپل چرسي عسکر یا هم په ارګ کې په خپلودروازه وانانو حاکمیت نه لري. ټول هېواد خو د خندا خبره ده.

په همدې ګډوله حالت کې د رسنیو ضمیر پلوري پرون په کابل کې سره راټول شوي دي او یو بل قسم يې بیاکړی دی، چې د ټاکنو په ورځ به څه نه وایو!

له دې څو خبرې ثابتې کېږي:

•دوی دا خبره پټه هم کولای شوای؛ خو ښکاره کول يې پخپله غلامۍ اعتراف دی.

•د ټاکنو په ورځ به دوی دروغ وايي، ځکه چې د رښتیا نه ویلو وعده يې کړې.

•د ټاکنو په ورځ باید پر دوی باور ونه شي، ځکه وعده يې کړې ،چې یو څه به پټوي.

•د ټاکنو په ورځ به خامخا پېښه کېږي، که نه کېدلای دوی ورته بندوبست نه کاوه.

•رسنۍ د خلکو له وژلو خوند اخلي.

•دوی یو پر بل نه خبروي، چې په فلاني ځای کې جنګ دی، تاسې هم پام کوئ!

•دوی لاسي غواړي، چې ولس ړوند او کوڼ وساتي.

•رسنۍ د ولس دښمنې او د یرغل فرهنګي اربکیانې.

پرون د ضمیرپلورو په غونډه کې، د ضمیرپلورنې د لوی دفتر (نی) مشر ضميرپلور ښکاره وويل، چې دوی به ځکه څه نه خپروي، چې ولس په پټو سترګو او پټو غوږو د رایو تر مرکزونو لاړ شي، هلته که بیا د برید ښکار شول، پروا نه لري، خو دوی به خپل مسوولیت ادا کړی وي.

را روانې ټاکنې موږ ته له ټوکې پرته بل څه نه ښکاري، ځکه په تېرو ټاکنو کې پوچو تبلیغاتو د رسنیو ارزښت منفی لایتناهي سره ضرب کړل، دوی د ورځې خولې چوپې نېولې وي او پرلپسې د دولت سر ساتونکي سرتېري ستایل چې ګواکې دوی داسې امنیت نیولی،چې هیڅ ډز او ډوز نشته، مګر له دوی وروسته يې ماښام د دوی بادارانو لمن په سر ور واړوله او ښکاره يې ثابته کړه، چې د ورځې مو څه واورېدل، ټول دروغ وو، رښتیا دا چې په ټوله ورځ کې سلګونه بریدونه شوي دي، او بې له شکه چې دا بریدونه بې هدفه نه و، په اردو، پولیس او اربکي سربېره د ولس وینې هم وبهېدې او ګڼ طالبان هم شهیدان شول. د دې ټولو پېښو مسوولیت له مزدور دولت سره نیم په نیم د رسنیو هم دی.

په هېواد کې د بیان د ازادۍ له ډنډور په استفادې د ارتداد غږونه ښکاره وشول، سلګونه ماشومان مو د همدې رسنیو له لارې بې لارې شول، لسګونه د جنسي تېريو پېښې د رسنیو پر مټ شوې دي. ځکه په ولایاتو کې محلي راډیوګانو له فاحشه خانو پرته بله مانا نه لري.

دوی غواړي د ولس ترمنځ د (مینې) د مقدسې کلمې نه په استفادې په خلکو کې بې حیایي خپره کړي او داسې وانګېرې چې دا خو یوه مهمه انساني فریضه ده. خو لاهم په ولس کې د تمې څرک شته همدا ولس د خپل کور، پټي، سر او ماشومانو په بدل د خیبري ګوزارونو ځوانان ساتي او د خیبر د موټرسایکلو غورهار به د رسنیو غږ خپ کړي. ان شاء الله

ډاکټر عطاء محمد رحيمي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x