نظــر

د سلواغې ۲۶مه؛ امريكا ته په ميراث پاتې نړۍ

استاد محمد زمان مزمل

که څه هم وروستي تحولات انسان بې جذبې کوي چې د افغانستان جهاد په هکله د زړو مبالغو لار ونیسي او ووایي چې مجاهدینو د پیغمبر د یارانو تاریخ ژوندى یا تکرار کړ ولې هومره پکې شاته تګ هم بې همتي ده چې په دې قضیه کې د اسماني نصرتونو او تاېدونو نه په شا شو.

په دې قضیه کې کېداى شي په بله برخه کې د سیاسي لید او شننې له مخې بیا راوګرځو ولې دلته موږ د دغه رنګین تسلسل هغه سمبولیک او په زړه پورې تصادفونه د اسماني ملاتړ یا اسماني مقدر یوه برخه ګڼو او په همدې خاطر همدا قضیه په مذهبي لحاظ څېړو.

یو پر ټکر مومن ټیم:

هغه مهال چې ځینو بې تجربې یا پردو لمسولو د افغانستان د خلکو مقدساتو ته په سپکه وکتل او یا یې د پردو د خوشحالۍ لپاره پر لینن درود یې ووایه او پاروونکى پړاو یې پیل کړ په مقابل کې هر چا پخپله طریقه غبرګون وښود.

د وخت علماوو، دیني مشایخو، فرهنګي مسلمانانو او لیکوالانو هر چا پخپله طریقه له مذهب او مذهبي مقدساتو نه دفاع وکړه.

د کلای جواد حضرت صاحب او پلویان یې، ګهیځ شهید، میا ګل جان اغا د څرخ مولوي صاحب او د پارلمان وکیلانو دې ټولو یو ډول پراخ غبرګون وښود.

ولې په کابل پوهنتون کې د ځوانانو غبرګون واقعاً غبرګون و هغه د دوه کلونو په لړ کې پر هغو ټکرونو ودرېد چې په هر ټکر کې مقابل طرف یا ماتې وخوړله یا یې پلویان یې بې شیمې شول.

د هغه مهال مخکښ ځوان مشران لکه عبدالرحیم نیازی، انجینر حبیب الرحمن شهید، مولوي حبیب الرحمن شهید او نور ګڼ اتلان له خپلو مخالفینو سره د تجربې، علم او په دولتي مقامونو کې د لوړو چوکیو او با تجربې پرسونل له مخې پرتله کوم دغه ټیم او دغه ځوانان د سیاست او ډله ییز کار په ابتدايي پیل کې وو ولې بیا هم په داسې اینده کې له هغه چا سره ښکېل شول چې له یوې خوا مشرانو دېرش کلنه تجربه درلوده او له بلې خوا په سیاسي دربار کې یې قوي حامیان درلودل او په درېیمه درجه کې یې د شوروي په ملاتړ هغسې ژوندۍ پانګونه کوله چې تا به ویل زه په تاشكند کې ژوند کوم.

د مظاهرو او خیاباني ټکرونو په لړ کې چې جګړې اکثره له مقابل طرف نه وتپل شوې که په دغو ټکرونو کې نهضتي مسلمانانو د جذبې او مورال کمزوري ښودلې وه باور لرم چې د ثور له کودتا وروسته به ملت د بخارا او پرغاني د مسلمانانو په شان له تسلیمۍ پرته بله لار نه وه انتخاب کړې ولې پرټکر مومن ټیم مقابل طرف په داسې جګړه کې چلنج کړ چې په هغوی یې د خوشحال د سر او تیږې د جنګ مثال راژوندی کړ.

دا چې د ظاهر خان په مړه دوره کې په یو غریب تصادف کې دغسې یو ژوندى ټیم په یو ډېر تنګ تاریخ کې سره یو ځای او پر یوه حادثه راټول شول دا د هغه اسماني مقدر برخه ده چې د یو لوی دښمن د ماتې لپاره پکې اوله کرښه وایستل شوه.

د مثال په ډول د پولي تخنیک په فاکولته کې یو ماښام د شوروي پلوه زلمیانو غټ شمېر له مسلمانانو سره د ټکر لپاره راووتل او په خلاص کومې یې وویل:

چې شدند فرزندان محمد؟!

تاسې څه فکر کوئ چې د شوروي د ماتې او انحلال اولنۍ تخمه په همدغه ورځ فعاله شوه چې ۱۵۰۰ بې لارې ځوانان یې د یو بشپړ ملت د عقیدې او کلتور په وړاندې ودرول.

یوه پارېدلې اجماع

هغه مهال چې افغاني سیکولرو او د شوروي پلویو ډلو خپل سیاست له پیله د مذهب په لوڅه دښمنۍ پیل کړ د هغوى په وړاندې د افغانستان مومنو ځوانانو د جوانان اسلام او د افغانستان پیرانو او مشر پیر ابراهیم جان مجددي د خدام الفرقان او صبغة الله مجددي د جمعیت العلماء او خدای بښلي ګهیځ او مومنو ملګرو یې د دغو ځوانانو په تایيد د خپلې درنې جریدې ګهیځ له لارې دا ټول داسې تایيد کول چې تا به ویل هغه مهال دا ټول په یوه ملي اجماع کې د سیکولر ډلو او بیا د شوروي د سپینې مداخلې په وړاندې په ایماندارۍ ودرېدل.

که څه هم اسلامي نهضت پکې مخکښ جهت و د هېواد وتلي علماء لکه د څرخ مولوي صیب، خان مولوي صیب، مولوي صیب فضل الحق، د وردګو مولوي صیب نصیرالدین او د یوسف خېلو اخوندزاده صاحب د چیکلو مولوي صیب، د باغ عالم مولوي صیب، مولوي عبدالرب احدي شهید، مولوي صیب حمیم، مولوي صیب تره خېل… او نور ګڼ علماء او بیا د تګاب لوی پیر میا ګل جان اغا دا ټول علماء د دغو ځوانانو شاته ودرېدل او دا پکې په همدې لحاظ یوه ملي مخکښه ډله شوه ولې له بهرنیو افکارو نه متاثرو ډلو په ضد په ملت کې یوه پارېدلې اجماع وه او همدې اجماع د ثور له کودتا وروسته هم د ثور د بې رحمه حکمرانانو په وړاندې په مقاومت کې هغسې یوه اجماع کې راټول شول چې دولت ته نه پیر پاتې شو او نه هم مطرح عالم، او هغه چې له دغه دولت نه یې دفاع وکړه د هغوی علمي او روحاني مقام هغسې صدمه ولیده چې تر یوې پېړۍ پورې به یې څوک په خوله پیاز هم ونه خوري.

ولې د ثور کودتاچیانو هغه مهال دا اجماع نوره هم قوي کړه چې په هېواد کې ملي ډلې افغان ملت، ستم ملى، شعله جاوید هم له ګواښونو سره مخامخ کړې او نور ملت د دغو بې تجربې ډلو په ضد د شوروي تر ماتې پورې هغسې په یوه خوله لګیا شول چې بیا په کابل کې د نجیب الله لخوا د ایاتونو او احادیثو لوستلو هم هغوى ته د ملت په خوا د یوې اسانې لارې مشکل حل نشو کړای.

یو مساعد ګاونډ

هغه مهال چې د ثور کودتا افغانان د یوه تنګ بې رحمه نظام په کلابند کې حصار کړل هغه مهال په پاکستان کې اسلامي تحریکونه له ذوالفقار علي بهټو سره او د ایران مخکښ امام خمیني په ایران کې د شاه له رژیم سره په مخامخ ټکرونو کې مصروف وو خدای خبر چې د سیمې اوضاع یوه غیبي مقدر هغې خوا ته کړه چې د صدر ضیاء د راتګ د بهټو د اعدام اسباب برابر کړل او په ایران کې د امام راتګ د امریکا د پنځوسو کلونو دوست شاه داسې بې دفاع کړ چې چا پناه هم نه ورکوله.

په منځني ختیځ او خلیج کې هم اوضاع د ناصر په مرګ او د سادات په راتلو همدغه خوا ونیوله او په پوهنتونونو کې د اسلامپالو د ترقۍ او پرمختګ لسیزه پیل شوه.

د ثور کودتا په دغسې یوه تصادف جوړ شوي ماحول کې ترسره شوه او د ثور د انقلاب مخالفو ډلو پخپل لیرې او نژدې ګاونډ کې د خپلو اسلامپالو له قوي حضور او ملاتړ نه په استفادې د وخت رژیم د سقوط په مخاطره کې وغورځاوه.

که بوډا بریژنیف د ودکا په غرب په نښو کې دغه احمق اقدام ته نه و غورځولى او د وخت رژیم یې د ویتنامانو په شان له شانه حمایه کړی وای کېدای شوای د وخت د ظالم حکومت په ضد دغسی لوی او شوروي ماتوونکی قیام خپل ارکان نه وه پوره کړي ولې د شوروي د واکمنانو غلطې او بېچاره ګاونډي باندې تجاوز یې د وخت ګاونډیان په ځان هم ووېرول او داسې دغه ټول ګاونډ د هغه شوروي د حضور په ضد په یوه معجزه کې عیار شو.

که پرون ایران او پاکستان د امریکا د ننني حضور په شان له دوه مخي سیاست نه کار اخیستی وای، نو یقیناً چې د سلواغې ۲۶مه دغسې چې راغله په دغه ډول به نه وه راغلې.

که څوک د هاغه مهال ایران خلیج او پاکستان رسنیو ته مراجعه وكړي او د جهاد په هکله د دغو ملتونو لوڅ حمایت له سره وګوري خپله به پوه شي چې لوی خدای د شوروي د ماتې لپاره ډېر څه داسې برابر کړل چې هېڅوک پکې په یوازې ډول د ابتکار لاس پر سینه نشي ډبولى.

څلورم: یوه خواخوږې نړۍ

دا چې نړۍ او په نړۍ کې زیات ملتونو او مهمو شخصیتونو د افغانستان د خلکو د جهاد حمایه وکړه دا که څه هم د سیاسي انګېزې له مخې وګڼو بیا هم دا یوه فطري مسئله ده چې د یوه قوي او کمزوري په اینده کې انسانان زیات د کمزوري خوا نیسي.

پرون چې ویتنامیان د یو کمونيست مشر تر قوماندې لاندې له امریکا سره مخامخ جنګېدل که څه هم موږ د کمونیزم سرسخت دښمنان وو بیا مو هم له ویتنامیانو سره خواخوږي وه او د هغوى په بریو مو سترګې یخېدلې.

همداسې کټ مټ بلکې تر ویتنام زیات د افغانستان د خلکو ویاړلي مقاومت د نړۍ د اکثریت پرګنو بلکې پخپله په شوروي اتحاد کې د ډېرو کسانو په مینځ کې د خواخوږۍ جذبات ایجاد کړل.

که څوک د شوروي مشرانو په تېره د کورو میکو لیکلي کتاب ته مراجعه وکړي وبه ګوري چې د شوروي اتحاد مشران له خپلو افغاني ملګرو نه څومره ماړه ښکاري او هغوى خپل ملګري په یو ډول بې عقلۍ تورن کړي چې په خپل محدود شمېر یې د افغانستان نیم ميلیون ملایان وپارول چې په هېڅ صورت د هغوى مقابله د دغو له توان نه پوره نه ده.

همداسې د افغانستان جهاد او ملت سره د شوروي اتحاد مخکښ فزیکدان سخاروف هغه ترخې ورځې وګاللې چې دا ټول یو حقیقت ښیي چې انسانان هېڅ وخت د بهادرو ملتونو اتلولۍ له نظره نشي غورځولى آن که د سخاروف په شان د شوروي استبدادي رژیم په دننه کې هم وي همداسې کټ مټ د افغانستان په رژیم کې آن د نجیب او ببرك کارمل په دفترونو کې وو داسې افغانان چې وجدان یې د ملت مقاومت او اتلولیو ارام کړی و.

د یو تاریخي مثال په ډول زه دلته د شېر افضل هزاربز هغې رنګینې خاطرې ته ځم چې هغه په پغمان کې د ګلم جم له ملېشو سره د مجاهدینو د جنګ په دوران کې د خپل کار لپاره تجارتي بانک ته تللى و او په بانک کې یوې پېغلې له هغه پوښتنه وکړه چې حاجي صیب نوم دې څه دی؟

حاجي صیب پخپله طبیعي لهجه ورته وویل: حاجي شېر افضل

دغې پېغلې ورته وویل: نآا حاجي صیب اصلي نوم دې ووایه.

حاجي صیب خپله لهجه اوږده کړه او ورته ویې وویل: درته ومې ویل چې شېېېېېېر افضل….

هغې پېغلې وخندل او حاجي صیب ته یې وویل: چې نه حاجي صیب که ته شېر وای د پغمان په تپو کې به وې ته شېر نه یې.

حاجي شېر افضل وایي چې زه هېڅ مهال جهاد ته دغسې نه وم پارېدلى لکه د دغې پېغلې پېغور چې وپارولم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x