نظــر

د خبرو زورور او د عمل ناتوانه حکومت

لیکوال: لمر افغان

پوره دوې میاشتې او دوې ورځې وړاندې د ډسمبر په ۱۸ نېټه د بلخ والي عطا محمد نور له دندې ګوښه کړل شو او استعفا یې ومنل شوه. ولسمشر غني د هغه مخکې له مخکې اخیستې استعفا لاسلیک کړه او عطامحمد نور د کاغذ پر مخ له دندې ګوښه کړل شو. خو د دوو میاشتو او دوو ورځو په تېرېدو لا هم عطا محمدنور په عملي توګه د بلخ د چارو واګې په لاس کې لري. هغه لا هم د یوه سرکښ حاکم په څېر حکومت کوي او د مرکزي دولت اوامرو ته ځان تابع نه بولي. نور د پوځي زورازمایۍ ګواښ کړی دی او په وینا یې که حکومت یې پر وړاندې اقدام وکړي، نو پوځ به تجزیه شي. عطامحمد نور هغه څېره ده چې له ۱۳ کلونو راهیسې یې د هېواد په چارو اغېز پرېيښی دی. هغه په لومړي سر کې دومره ځواکمن کس نه و خو د امریکا بې پرسه پیسو د دې جوګه کړ چې په جمعیت ګوند کې ځانګړی ځای خپل کړي.

امریکايي پیسو ډېرو کسانو ته ښکر ورکړل او دوی هم له خپلو ښکرو د دې ملت په وژلو کې کار واخیست. د امریکا د ملاتړ او پیسو له برکته هغه کسان چې پیاده به یې مزلونه کول، په وږي نس به ویده کېدل، د بنګلو او پیسو خاوندان شول او وپړسېدل. دوی د پردیو اجنډاوې واخیستې او د پردیو لپاره یې کار پیل کړ. عطا محمد نور د همدې کسانو په ډله کې د میلیاردونو ډالرو خاوند شو، د زرګونو ډالرو ساعت یې په لاس کړ او د نړیوال ژورنالېست په مخ کې یې د خبرو پر مهال وویل چې دی په خپله یو ځواک دی او هېڅوک یې د لرې کولو توان نه لري.

د نافرمانۍ دا لړۍ همدلته ختمه نه شوه، په وروستیو ورځو کې په شمال کې د پراته ولایت بل لرې کړل شوي والي عبدالکریم خدام هم د ولسمشر له فرمان سرغړونه وکړه. حکومت لا یوه ستونزه حل کړې نه وه چې بله رابرسېره شوه. خدام وویل چې د جمعیت ګوند غړی دی او دغه څوکۍ د ګوند له برخې ور رسېدلې. ده په یو ډول اعتراف کړی دی چې د لیاقت له مخې نه بلکې د ګوند له سهمیې څوکۍ ور رسېدلې ده. اوس یې که څوکۍ هر ډول تر لاسه کړې ده، خو وایي چې ولسمشر یې د لرې کولو توان نه لري.

د ملي یووالي حکومت مشران تر ډېره د خبرو او کمپاینونو پادشاهان دي خو په عمل کې یې بایللې ده. دوی هېڅ وخت نه دي بریالي شوي چې له ملت سره خپلې کړې ژمنې پوره کړي او عمل ورباندې وکړي. د وروستیو لرې کړل شوو دوو والیانو سرنوشت هم همداسې دی. ولسمشر دوه میاشتې مخکې د بلخ والي له دندې ګوښه کړ، خو لا یې هم په عملي توګه هغه له ولایت مقام نه دی اېسته کړی او نوی والي یې نه دی معرفي کړی. دولت واک لري، وسله وال پوځ مکلف دی چې د ولسمشر فرمان عملي کړي، محاکم باید د هغه د فرمانونو تطبیق تعقیب کړي او د نه عملي کېدو په صورت کې یې باید نه عملي کوونکو ته جزا ورکړي. خو دلته په هر څه کې ګډوډي ده. هر څه د یوې هوکړې له مخې رامنځ ته شوي دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي به ویل چې په ۲۰۰۹ کال کې امریکا ترې له جمعیت ګوند سره په ګډه د یوه ائتلافي حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه، د ده په خبره د امریکا موخه دا وه چې حکومت ووېشي او د یوه ولسمشر پر ځای دوه ولسمشران وي. هغه وخت امریکا بریالۍ نه شوه، خو اوس یې د ملي یووالي د ناقص حکومت په جوړولو سره خپله دا موخه تر لاسه کړې ده. په حکومت کې یې د یو بل مخالف کسان راټول کړل، هر کس او هر چارواکی یې له دې دواړو په یوه پسې وتاړه، دوی خپلې چارې په سمه توګه نه شي ترسره کولی او اړ دي چې د خپل ځان د بقا لپاره د عبدالله یا غني لپاره کار وکړي.

پولیس، اردو، ملکي مامورین، لويې څوکۍ او بالاخره هر څه وېشل شوي دي، حکومت ځکه پرېکړه نه شي کولی او د هغو کسانو پر وړاندې د اقدام وړتیا نه لري چې له قانون سرغړونه کوي.

په دې مانا چې د جان کیري او امریکا له پلان سره سم، په کابل کې یو کمزوری او متزلزل حکومت جوړ شو، د قومونو ترمنځ نفاق رامنځ ته شو، هر کس د یوه قوم استازی په ګوته شو او د سرکښه افرادو سرغړونو ته زمینه برابره شوه. دا د سرغړونو د لړۍ پیل دی، ښایي سبا د نورو ولایتونو والیان او نور چارواکي هم دغه ډول اقدام وکړي.

کله کله خو داسې اندېښنې را ولاړېږي چې ښايي په منظمه توګه د بهرنیو استخباراتي کړیو او ځینو لویو قدرتونو له لوري د ګران افغانستان د تجزیې هڅې روانې وي. خو په دې کار به د هېواد دښمنان بریالي نه شي. د دوی جاسوسان به په حکومت کې او له حکومته بهر تر ډېره خپلو ورانکارو موخو ته ادامه ور نه شي کړی.

د ملي یووالي حکومت مشرانو په تېره ولسمشر ته هم په کار ده چې د هېواد حساسو شرایطو ته په پام، د خپلو پرېکړو د عملي کولو لپاره مټې بډ وهي. هغه د یوه ولسمشر په توګه حق لري، چې خپل فرمان عملي کړي او سرغړوونکو ته جزا ورکړي. ولسمشر دې د هېواد د ژغورلو لپاره یوازې په خبرو او کاغذونو تکیه نه کوي، بلکې په عملي توګه او پوره قوت دې هغه څه عملي کړي چې ویلي یې دي.

برېښنايي پېژندپاڼې دې ووېشل شي، د شفافو ټاکنو زمینه دې برابره شي. سر غړوونکي والیان او نور چارواکي دې د حکومتي او قانوني زور پر مټ له دندو ګوښه شي او وړ کسان یې دې پر ځای وګومارل شي. که ولسمشر دا کار نه شي کولی، نو له افغان ولس سره دې مخامخ خبرې وکړي، نړیواله ټولنه دې دې ته تیاره کړي چې په افغانستان کې له وخت مخکې ټاکنې وشي، پیاوړی ولسمشر واک په لاس کې واخلي، د کورنیو او بهرنیو دښمنانو پر وړاندې ودرېږي او د یوه واحد او پرمختللي افغانستان لپاره کار وکړي.

ولسمشر ته په کار ده چې نور د افرادو له محاصرې ووځي، په قوي ګامونو سره دې د افغانانو ژوند وژغوري او هغه څه دې عملي کړي چې د کاغذونو پر مخ یې لیکلي او یا یې له ولس سره په خپلو ژمنو کې یاد کړي دي. که د ا کار نه شي کولی نو له حکومت تلل او دنده پرېښودل یې یوازینۍ او ګټوره لار ده. څو یو وړ کس راشي او د باغیانو پښو ته هتکړۍ واچوي.

د مسیر ورځپاڼې څخه په مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اقبال

افغان صاحب ْ
د لیکنی محتویات دی یو اړخ مګر د لیکنی عنوان دی ډير په ځای او دیر یی وخندولم ، زه وایی دی نوری لیکنی ته هم اړه نشته همدغه یو عنوان د دکابل د غلامانو د پاره بسنه کوی مننه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx