fbpx

د کابل فاتحان؛ ټلواله که سي آی اې؟

ژباړن: حيدر

جنرال ګاري شرون پنجشېر ته ۱۰ ميليونه ډالر يوړل. سي آی اې په پنجشېر کې يو استخباراتي ټيم جوړ کړ چې امرالله صالح او انجنير عارف هم پکې وو. دا چې مسعود مړ شوی و او سي آی اې خپله صحنې ته راغلې وه، نو د امرالله صالح او انجنير عارف خولۍ هم غوړو ته ولوېدې، د استخباراتو کليدي لوبغاړي شول.

خو د پنجشېريانو د جنګ قوماندان جنرال فهيم و. د جګړې په لومړۍ کرښه کې د جنګ قوماندان د فهيم مرستيال بسم الله خان و. د ده ځواکونو د پنجشېر درې په خولې کې اړولي وو. ختيځې خوا ته يې د عبدرب الرسول سياف دوه زره جنګيالي پراته وو. ګري شرون لا له وړاندې له سياف سره غوږونه جنګولي وو او سياف ته يې سل زره ډالر ورکړي وو. د سياف کسانو سي آی اې ته د الوتکې د ځغاستې يوه پخوانۍ ليکه هم ور ښودلې وه. دا ليکه د لومړۍ نړيوالې جګړې په مهال المان جوړه کړې وه. سي آی اې د ځايي خلکو په مټ دا ليکه بيا ودانه کړه.

د بمبارۍ په لومړۍ شپه د کابل شاوخوا سيمو کې باران ورېده. جنرال ګري شرون او ملګري يې په پنجشېر کې د کور په برنډه کې ناست وو، پاس په اسمان رڼا ګانې وشوې. دوی ګومان کاوه چې د تندرونو برېښناګانې دي، خو ژر پوه شول چې پر کابل د امريکا بمبارۍ پيل شوې. د مسعود قوماندانانو د سي آی اې کارکوونکي وپوښتل: «د امريکا د هوايي ځواکونو ايله همدومره بمباري په وس کې ده؟» دوی ويل: «که امريکا همداسې روانه وي، نو موږ ټول به ټول عمر همدلته په پنجشېر کې پاتې وو.»

په کابل طالبانو د شپې له مخې پر ګرځېدو بنديز لګولی و، خو نور يې څوک په ځانونو نه خبرول. طالب وزيران لکه د عادي ورځو وزارتونو ته تلل. د اسوشيېټډ پرېس خبريال کاتي ګېنون چې دغه مهال کابل ته تللی و، وايي چې په مخابراتو وزارت کې د برېښنا بيلونو تحويلولو ته کتار خلک ولاړ وو، دا نو بېله خبره ده چې خپله په دې وزارت کې لا برېښنا نه وه. کابل د خوراکي توکو له کمبود سره مخ و. په شمال او کابل کې طالب قوماندانانو ويل که په وتو کې ځنډ کوي، نو ښايي ټول په دام کې ولوېږي. که داسې وشي، نو د دوی ډېر شمېر به ووژل شي او بنديان به يې کړي.

د نومبر په ۱۲م ماښام لس، دولس طالب مشران په وزير اکبر خان مېنه کې سره را ټول شول چې له کابل څخه د شاتګ په اړه خبرې وکړي. طالب مشرانو پرېکړه وکړه چې له کابل څخه ميدان وردګو ته لاړ شي او له هغه ځايه د کندهار په لور پښې سپکې کړي. صالح او انجنير عارف چې د طالبانو مخابرې اورېدې، له کابل څخه د طالبانو د وتلو پته ورته لګېدلې وه.

د نومبر په ۱۳مه له کابل څخه کابو ټول طالبان وتلي وو. د سي آی اې يو افسر د واشنګټن په لارښوونه د شمالي ټلوالې له مشرانو سره کېناست. افسر ورته وويل، د امريکا اندېښنه دا چې که ټلواله کابل ونيسي، نو په غچ کې به قتل عامونه وکړي. ټلوالې، سي آی اې ته ضمانت ورکړ چې په کابل کې به وحشتونه نه کوي.

د سي آی اې کارکوونکو او ټلوالې په ګډه د کابل په لور حرکت وکړ. د نومبر په ۱۴مه د ماښام په شپږو بجو د امريکا د تړل شوي سفارت څنګ ته تېر شول. شېبه وروسته د ښار په زړه کې اريانا هوټل ته ورسېدل. انجنير عارف ياد هوټل سي آی اې ته په کرايه ورکړ. له نږدې ديارلس کلن ځنډ وروسته د سي آى اې مرکز په افغانستان کې بيا پرانيستل شو. شمالي ټلوالې د افغانستان پلازمېنه دغسې ونيوله.

ویسا ورځپاڼې څخه په مننه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د