افغانستان

د فاریاب ولایتي شورا: طالبانو ۴۰ کمانډويي عسکر کلابند کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۱ کب، ۱۳۹۶ل): د فاریاب ولایتي شورا غړي وايي، په پښتون کوټ ولسوالۍ کې طالبانو ۴۰ کمانډو عسکر کلابند کړي دي.

د ولایتي شورا غړی صبغت الله سېلاب وايي، له تېرو دوو ورځو راهیسې د پښتون کوټ ولسوالۍ د سر حوض په سیمه کې طالبانو د کمانډو عسکرو یو ډلګی کلابند کړی او که مرسته یې ونه شي نو ټول به د طالبانو له لوري ونیول شي.

د سېلاب په خبره، د کمانډويي عسکر د څښاک اوبه نه لري، خوراکي توکي یې خلاص شوي او د وسلو له کمښت سره مخ دي او سر حوض د طالبانو لپاره ستراتېژیکه سیمه ده، چې په نیولو سره یې ټول پښتون کوټ سقوط کولی شي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري په فاریاب کې د کمانډو عسکرو کلابندي رد کړه؛ خو وايي چې په پښتون کوټ ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان حکومتي عسکرو ترمنځ جګړې شوي دي.

په فاریاب کې د اربکیانو قومندان هم تېره ورځ د کمانډويي عسکرو د کلابندۍ خبره کړې وه؛ خو د شمېر په اړه یې څه نه و ویلي.

تېره ورځ د ملي یووالي حکومت اجراییوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم په فاریاب کې د وروستیو ناامنیو په اړه اندېښنه وښوده.

فاریاب په شمال کې هغه ولایت دی، چې طالبان پکې پراخ حضور لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x