پښــــتو ادب

د پښتو او دري شعرونولپاره د لنډۍ ارزښت

د پښتو کلاسیک شعر چې زموږ د فرهنګي خزانې لویه زېرمه ده، دتاریخ په اوږدوکې له دری شعر سره په تعامل کې و، د مولاناعرفان، د حافظ رندي او د هندي سبک نازک خيالي د تېرې شاعرۍ لپاره د درېڅې حیثیت لري. مګر د پښتو لوی کلاسیک شاعران لکه رحمان بابا، خوشال خان خټک او حمید بابا په دری شعرونه ويلي دي او د دري په بډاینه کې يې مرسته کړې ده. د دری اړوند په نږدې دووسو کلو کې دپښتنو شاهانو اخلاص هم د یادونې وړ دی.

د لنډیو د ښکلا ځانګړنې:

زماپه نظر لنډۍ داسې شعر دی، چې د نړۍ په سطحه په شعرونو کې ځای موندلی شي، پردې سربېره له داسې ظرفیتونو ډک شعر دی، چې هغه موږ په نړۍ کې نه شو موندلای. بې له شکه د خلکو شاعري د شعر ترټولو ډولونو له تجربې سره نږدې پاتې شوې ده.

احمد شاملو له ناصر حریري سره د خلکو د ژبې او د خلکو د تجربو په پایله کې راپیداشو وترانو اړوند بحث کړی دی، مګر په افغانستان کې له دې تجربې نه د معاصر شعر د ارتقا په خاطر ګټه نه ده اخیستل شوې، ځکه خو چې موږ کله د امریکا ریالییستیک شعر، د جاپانا هایکو او یا هم د ایران (شعرګفتار) لولو، نو داسې انګېروچې موږ هم داسې څه لرو. زه د یو شاعر په توګه د ریالیزم پلوی یم د دې په څنګ کې شعر له (انتزاع) ګوښی نشي پاتې کیدای.

لنډۍ داسې یو شعر دی، چې په تاریخ کې يې جالبې تجربې رالېږدولې دي، کیدای شي دسبک پېژندنې له لارې د دې شعر تاریخي وخت مالوم کړو او له هغه وخته په ګټې د هماغه وخت د شعراو شاعري اړوند مالومات پیداکړو. کله چې سړی لنډۍ لولي فکر به کوي، چې د جاپان کومه منظومه پښتو شوې هایکو لولي، په ډېرو ځایو کې سره ورته دي. او کله بیا له ډېرې نازک خيالۍ د هندي سبک لارويانې ښکاري.

یو بل مهم څه چې د لنډۍ هنریت يې لا لوړ کړی دی، دا دی چې په دې لنډو بیتونو کې عجیبه ایجاز نغښتی دی. چې لومړی وار يې لولې، نه دې ورپام کېږي، مګر کله چې يې بیا بیا لولې، يوې عجیبې فضا ته دې ورننباسي. زموږ ديوې ژبې په توګه په لنډيو کې موږ له ډېرو تجربو سره مخ کېږو، لنډۍ عموماً ساده ویل شوي دي، مګر د جاپاني هایکوګانو غوندي په ریالیزم ولاړې دي، او حسي تجربې لېږدوي.

د منځپانګې له اړخه، بې له شکه چې لنډۍ د پښتنو د کلتور بېلابېلې برخې راپېژني، داسې څه پکې دي چې د نورو قومونو خلک يې کله کله نشي ژباړلی. په دې مقاله کې ما ټاکلې لنډۍ د استاد عبدالغفور بېنوا له کتابه را اخیستې دي. دا د هغو زرګونو لنډیو ډېره وړه برخه ده، چې په پښتنو بانډو کې زېږېدلې او رازېږې. دلته مې د استاد بېنوا لنډۍ په دري ژباړه کې  په یو څه تصر ف رااخستې دي. او په کوم ځای کې مې چې تشریح احساسوله تشریح مې ورکړې ده.

له شک او شبهې پرته لنډ ۍ د بشري فرهنګ یو ارزښتمنه برخه ده، چې کاش پښتانه او د ادب مینه وال يې وڅېړي. په دې لنډيو کې به تاسې ادبي صنایع لږ ووینئ، مګر تر ټولو ښه ځانګړنه د دې شعر لپاره د تجربې ځانګړنه ده. لنډۍ هغه شعر دی، چې د تجربې له مخې د یو قوم عاطفي ځلا خپروي.

آواز های نیمه شبان بر دل می نشینند

آنکه آواز سرداده یا عاشق است یا از وطن دور افتاده است

کاخ سفید تو ویران شود

نسیم سردی که بر چادرها می وزد به یادم می آید

اشاره: طبیعي ژوند ته اشاره ده، ښايي یوه مېرمن به په ښار کې د واده کېدو له امله زنداني شوي وي.

توته های دلم را از زمین بر می دارم

اما دستانم را از روی دوش محبوبم بر نمی دارم

اشاره: یعني پر دې سربېره چې زړه مې ټوک ټوک دی، خو له یاره مې بېلول نه غواړم.

آتش های صبحگاهی را افروختند

من هنوز نشسته ام و یارم را راضی می کنم

اشاره: ریالیستیک انځور، ډېرې لنډۍ لکه انځور داسې وي، وچ لکه هغه علي پاشايي چې د هايکو باره کې وايي، هغه وايي: هایکو هغه ګوته ده چې شیان راښيي. البته په هماغو کلاسیکو هایکوګانو کې هم کولای شو، چې د ټولنیز ژوند اړوند مسايل پکې پیدا کړو، د بودايي عرفان له غېږې راټوکېدونکو هم ډېر.

آن سوی دریا لیلا نماز می خواند

نمازش قبول مباد که زلفانش را برخاک می گذارد

اشاره: دلته د لیلا د ویښتانو ډېره زیاته ستاینه شوې ده، په ډېرو لنډیو کې د ګودر غاړه یا هم دابو غاړه ډېره یادېږي، په پخوا وختو کې به رښتیا هم پښتانه په غرونو کې ډېر اوسېدل، نو دا پکې د عار خبره نه وه چې په کومه ویاله به ودرېده، او د منګي په راډکېدو به يې لمونځ هم وکړه.

خدا یا طوطی مجروح را شفا بده

تا با طوطی های دیگر پرواز کند

اشاره: له ازاد طبعیت سره ازادي.

فردا بارهای کوچی بسته خواهند شد

گل های دشت، باز دامن ترا بو می کنند

(سبا به بیا کډې بارېږي

د دښت ګلان به ستالمنه بویوینه)

تر ټولو مهمه داده، چې لنډۍ پخپله غېږه کې د پښتون کلتور ډېر مالومات لري، ښايي د پښتنو د روحيې د پېژندلو لپاره تر ټولو مهمه وسیله لنډۍ وي. ځکه چې یواځې ادبیات د خلکو د روحونو رښتينې رڼا تر نورو رسوي.

ما چې د پښتو لنډۍ ولوستې دا مې پکې له ورایه ولیدل چې پر دوی تحمیل شوی خشونت او کرکه بهرنی کار دی، ما په لنډیو کې پښتانه لطیف، ښکلا خوښي او انعطاف منونکي پیداکړل. زه پر دې باور یم چې ادبیات د خلکو او کلتورونو ترمنځ د تړون ټکی دی. موږ له دومره بې باوري او کرکې سره سره کولای شو، چې له خپل کلتوره خوند واخلو او د خپل کلتور د کیفیت په لوړاوي کې ترې ګټه واخلو. موږ لکه چې له نړیوال شعر نه د خپلو معاصرو شعرونو د ارتقا په تمه ګټه اخلو دغسې له لنډیو نه هم د خپل شعر د لوړاوي او پخلي لپاره کاراخیستی شو. پښتنو هم له دری شعرونو ګټه اخیستې چې دا د د انساني تعامل او له یو بل سره د ښه ژوند کولو تر ټولو غوره نمونه ده.

زه چې هرڅومره فکر وکړم، په هېواد کې د مختلفو ژبو ځينو نفرتي ادبیاتو ته د قناعت دلیل نشم پیدا کولای. زه تل د پښتون او تاجک پر نامه د کرکې د له منځه وړلو پلوی یم او اویم به.

موږ چې هر وخت خپلو لویو شاعرانو ته وګورو، نو هغوی تل د مینې، خپلواکي او یووالي ترانې ویلې دي، حتی په همدې لنډیو کې هم دغسې مفاهیم نغښتي دي. نو هغه د شاعر خبره:

از هرچی می رود، سخن عشق خوشتر است.

لیکوال: مجیب مهرداد / ژباړه او لنډون: دادمحمد ناوک

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x