افغانستان

ننګرهار: داعشیانو له دوو کسانو سرونه پرې کړي/ انځورونه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۱ کب، ۱۳۹۶ل): د داعش وسله والو د ننګرهار په یوه نامعلومه سیمه کې له دوو کسانو په دې تور سرونه پرې کړي، چې له طالبانو سره یې اړیکې لرلې.

د داعش ډلې اړوند رسنیو د هغو صحنو انځورونه خپاره کړي، چې له دغو دوو کسانو سرونه پکې پرې کېږي.

د داعش اړوند وېبپاڼې لیکلي، چې دواړو له طالبانو سره اړیکې لرلې او په همدې تور یې ترې سرونه پرې کړل.

داعش له وړاندې هم د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې لس قومي مشران پر بمونو الوځولي وو.

داعش درې کاله وړاندې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې راپیدا شول، چې د خلکو وژل، سرونه پرې کول، د خلکو څاروي په زور بېول، ټولو خلکو ته د «مرتد خطاب کول» یې ورځنۍ چارې ګرځېدلي دي.

تراوسه طالبانو د داعش له لوري د دوی سره د همکارۍ په تور له دوو د سرونو د پرې کېدو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی؛ خو له دې وړاندې یې د دغې ډلې د پرمختګ مخه ډب کړې وه.

تېره ورځ د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش له لوري د وژل شویو ۱۲ تنو ډله ییز قبر وموندل شو، چې داعش یو نیم کال مخکې د کوټ ولسوالۍ څخه بېولي وو او په ډله ییز ډول یې وژلي وو.

دوه میاشتې وړاندې د داعش وسله والو د ننګرهار په خوږیاڼیو ولسوالۍ برید وکړ، چې د سیمې زرګونه کورنۍ ترې د ننګرهار نورو سیمو ته کډه شوې.

د ننګرهار د ځینو ځايي چارواکو سربېره د ولسي جرګې ځینې غړي هم داعش د امریکا او افغان دولت ګډه پروژه بولي، چې پر مټ یې غواړي طالبان کمزوري او یا یې د پرمختګ مخه ډب کړي.

دوه کاله وړاندې د ولسي جرګې پخواني مرستیال ظاهر قدیر ویلي وو، داسې اسناد لري چې د ملي امنیت شورا او د ملي امنیت اداره د داعش ډلې سره مرسته کوي او نوې پرمختللې وسلې ورکوي.

د پکتیکا پخوانی والي عبدالکریم متین هم وروسته له هغه ګوښه کړی شو، چې په خبري غونډه کې وویل، چې د ملي امنیت ادارې د پکتیکا په ځینو سیمو کې د داعش د راپیداکولو لپاره پیسې وېشلي دي.

دوې میاشتې وړاندې ولسمشر غني هم وویل، چې داعش سره دولتي چارواکي مرسته نه کوي، بلکې څوک چې داسې تورونه لګوي باید ټیکري پر سر کړي.

په ننګرهار کې د طالبانو هغه خطونه په نښه شول، چې د دې ډلې د پرمختګ مخه یې نیوله او داعش ته یې د لارې پرانیستو لپاره د طالبانو خطونه څو ځلې بمبار کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x