افغانستان

فراه: د طالبانو په بریدونو کې ۳۵ پولیس وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱ کب، ۱۳۹۶ل): تېره شپه طالبانو د فراه ولایت په بالابولک ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستو بریدونه کړي چې له امله یې ۳ پوستو سقوط کړی او په کښي میشت ۳۰ تنه دولتي عسکر وژل شوي دي.

بلخوا د فراه ولایتي شورا مرستیال داد الله قانع رسنیو ته ویلي چې طالبانو د ولایت اړوند په لومړۍ نمبر لويې لارې او شمال ګاه سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې له امله یې یاده مرګ ژوبله اوښتې او څلور تنه نور پولیس ژوندي نیول شوي دي.

نوموړي ویلي چې طالبانو د پورته درنو تلفاتو اړولو سربېره پوستې او یو هامفي موټر سوځولی او ټول مهمات او وسلې يې له ځانه سره غنیمت وړي دي.

د فراه ولایت د والي ویاند ناصر مهري د طالبانو له لوري د ۳ پوستو نیولو خبرونه تایید کړي دي خو د پولیسو د درنې مرګ ژوبلې په اړه یې ویلي چې یوازي ۸ تنه پولیس وژل شوي دي.

نوموړي په مقابل اړخ طالبانو کې د درنې مرګ ژوبلې خبر ورکړی او ویلي يې دي چې په د دولتي عسکرو په ځوابي بریدونو کې ۱۵ طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي.

بلخوا باوري سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي چې د طالبانو په بریدونو کې ټول ۳۵ تنه پولیس وژل شوي او څلورو پوستو سقوط کړی دی.

دغو سرچینو ویلي چې اصل جګړه د بالابولک ولسوالۍ په بازار او څېرمو سیمو کې وشوه، کله چې طالبانو پر امنیتي پوستو برید وکړ او جګړې د څو ساعته لپاره دوام وکړ، چې له امله یې ۳۰ تنه پولیس ووژل شول او ۳ پوستو سقوط وکړ.

په ورته وخت کې طالبانو د فراه ولایت د مرکز اړوند د شمال ګاه په سیمه کې هم پر امنیتي پوستو بریدونه کړي خو هلته یوازي ۵ تنه پولیس وژل شوي دي او طالبانو یوه پوسته نیولې ده.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي پر خپل ټویټر پاڼه د فراه په ښار کې د یوه صاحب منصب عبدالرازق وژنې خبر هم ورکړی وو، نوموړي ویلي وه چې ددوی چریکي بریدګرو هغه د ښار په څلورمه ناحیه کې وواژه.

په دې وروستیو کې داسي خبرونه هم خپاره شوي وه چې کیدای شي د فراه ولایت د طالبانو په لاس سقوط وکړي چې له امله یې دغه ولایت ته بهرنیان او اضافي ځواکونه هم لیږل شوي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x