افغانستان

روزګان: له اوو پوستو نه پولیس او اربکیان تښتېدلي دي

د روزګان په خاص روزګان کې له اوو امنيتي پوستو نه پولیس او اربکیان تښتېدلي دي، چې د پوستو مهمات يې هم له ځان سره وړي دي. د خاص روزګان ولسوال عبدالکریم کريمي پېښه مني او وايي چې دغه پوستې په شالي ناوې سیمه کې وي، چې وړاندې پکې دوه سوه پنځوس پولیس او اربکیان مېشت وو، بیا ترې څه وتښتېدل او پاتې نور يې تېره شپه تښتېدلي دي.

کريمي وايي چې دغو اربکیانو او پولیسو خپلو دوو پوستو ته اور ورا چولی او نورې يې ټولې له مهماتو خالي کړې دي، دی وايي چې په پلټنه پسې يې عملیات روان دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې دغه کسان د شجاعي اړوند و، چې هغه تر دې وړاندې له سیمې وتلی  دی. هغوی وايي چې دې اربکیانو او پولیسو په سیمه کې له چور چپاول وروسته خپلې پوستې پرې اېښې دي. حکیم شجاعی په خاص روزګان کې د اویا کسو اربکیانو مشر و، چې څو واره يې د عامو خلکو پرناموسونو د ډله ایزو تېریو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
د روزګان امنیتي مسوولین هم دا مني چې ښايي د دوی تېښته پر همدې خاطر وي، چې په سیمه کې يې له خلکو سره ګڼ شمېر ستونزې راپیدا کړې وي. تر دې وړاندې هم د پولیسو او اربکیانو اړوند د هېواد په ګوټ ګوټ کې د چور چپاول او غلا شکایتونه شوي دي، خو دولتي لوړپوړو مسوولینو پر ځانونه کاڼه اچولي دي.
د چارو د شنونکو په باور د بهرنيو ځواکونو د شاتګ لپاره بهرنیانو د اربکیانو پروسه رامنځ ته کړه، خو که کنټرول نه شي ښايي بدې پايلې ولري.
یاده دې وي چې د تښتېدلو عسکرو اړوند مالومات تراوسه نشته، طالبانو هم تر دې دمه د پېښې اړوند څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x