افغانستان

مسیر: د قانون ماتونې لړۍ د حکومت له جوړېدو را پیل شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۱ کب، ۱۳۹۶ل): د ارګ له حکمونو د پرلپسې سرغړاوي په لړ کې دوه ورځې وړاندې د سمنګان والي هم د ارګ له لوري د هغه لرې کېدل رد کړل.

مسیر ورځپاڼه کاږي، د قانون ماتونې لړۍ د حکومت له جوړېدو سره را پیل شوې ده، ځکه خو يې دوام پیدا کړی دی.

ورځپاڼې د جمعیت ګوند پر هغه اعلامیه تبصره کړې، چې پکې يې د سمنګان د والي ملاتړ کړی او ارګ يې د جمعیت ګوند سره د شوې هوکړې پر مخالفت ملامت کړی دی.

د دې ګوند او ولسي جرګې غړی حضرت علي یادې ورځپاڼې ته ويلي، جمعیت د حکومت اصلي لوری دی، چې د ارګ دې چلند ورسره وضعیت لا ترینګلی کړی دی.

جمعیت تېره ورځ اعلامیه خپره کړه او ویې ویل چې د ارګ له لوري د سمنګان د والي عبدالکریم خدام لرې کېدل نه مني او دا له دوی سره د شوې هوکړې خلاف ګام دی.

ارګ دوه ورځې وړاندې د سمنګان د والي د لرې کېدو امر وکړ، خو سمدستې يې پر وړاندې لومړی عبدالکریم خدام ورپسې د جمعیت ګوند رسماً د انکار غږ پورته کړ.

ګډ حکومت شاوخوا درې کاله وړاندې د عبدالله عبدالله او محمد اشرف غني تر منځ د یو قرارداد له مخې رامنځته شو، چې جمعیت اسلامي پکې د یو لوري په توګه غوښنه برخه درلوده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x