افغانستان

د سمنګان لپاره نوي ټاکل شوي والي، ولایت ته د تګ زړه وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۱ کب، ۱۳۹۶ل): ځينې سرچينې وايي، د سمنګان لپاره نوی ټاکل شوی والي د ولایت په لوري خوځېدلی او ولایت مقام ته ننوتی دی.

عبدالطیف ابراهیمي چې دوه ورځې وړاندې د سمنګان د والي په توګه وټاکل شو، وروسته له هغه ولایت ته د تګ زړه کوي چې جمعیت اسلامي يې د والي په توګه نه مني.Samangan1

د سمنګان لرې کړل شوی والي عبدالکریم خدام وايي چې د ارګ حکم ورته د منلو نه دی، بلکې د جمعیت او خپل قوم په خوښه به کار کوي.

د سمنګان ولایت له مقام سره د نوي او پخواني والي ځواکونه ګوته پر ماشه ولاړ دي، خو لا د کوم اړ دوړ خبر نه دی ورکړل شوی.

IbakShar
د سمنګان ولایت په مرکز کې، د نوي والي د معرفي د مراسمو لپاره کلک امنیتي تدابير نیول شوي

عبداللطیف ابراهیمي چې د ولسي جرګې د مشر عبدالروف ابراهیمي ورور او د حزب اسلامي پخواني قومندان دی، په فاریاب کې له ځواک څخه هم برخمن دی.

جمعیت اسلامي پرون د سمنګان د والي د لرې کېدو په تړاو د ارګ فرمان رد کړ او دا يې له دوی سره د شوې هوکړې خلاف بللی دی.

په سمنګان کې دا اړ دوړ په داسې حال کې را پورته کېږي، چې د بلخ لپاره د ټاکل شوي والي له دوو میاشتو وروسته هم برخلیک معلوم نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mohammad ehsan

دا نو څه پټه معامله ده ؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x