افغانستان

هرات: د امریکا د قونسلګري د مامورینو په موټر راکټي برید شوی

breaking-news 1
نن سهار د هرات د انجیل ولسوالي اړوند د هوايي ډګر په سړک د امریکا د قونسلګري د مامورینو په موټر راکيتي برید وشو، چې د راپورونو له مخې د قونسلګري دوه تنه ساتونکي ټپیان پکې شوي دي.د قونسلګري مطبوعاتي مسوول وايي چې د دوی  امنیتي کارکوونکي هوايي ډګر ته په لاره و، چې د طالبانو له خوا راکټي برید پرې وشو.

د انجیل ولسوال حاجي بشیر احمد هم پېښه مني او وايی چې حمله کوونکي په موټرسایکلونو له سیمې تښتېدلي دي، خو پولیس يې په لټه کې دي.
تراوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
تر دې وړاندې په هرات کې د هند په قونسلګري هم برید شوی و، چې ولسمشر کرزي د پاکستان کار وګاڼه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x