افغانستان

د سولې او جګړې انسټیټوټ: ننګرهار کې د لوڅو فلمونو بازار ګرم شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۱ کب، ۱۳۹۶ل): د سولې او جګړې انسټیټوټ په یوه مقاله کې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د لوڅو فلمونو د خرڅلاو کچه لوړه ښوودلې ده.

د دې انسټیټوټ د یوې مقالې له مخې په جلال اباد ښار کې د دې فلمونو پلورونکي په یوه فلم کې لږ تر لږه یو ډالر ګټه کوي.

د مقالې لیکوال محفوظ الحق په جلال اباد کې له ځينو دوکاندرانو سره غږېدلی، چې هغوی ورسره د نوم نه خپرېدو په شرط خبرې کړې دي.

یو دوکاندار ورته د دې فلمونو د اخیستونکو د عمر کچه له ۱۰ تر ۲۰ کلونو ښوودلې او په وينا يې ډېری نوي ځوانان دغه فلمونه اخلي.

دوکاندار وايي چې پخواني فلمونه لږ تر لږه په یو ډالر پلوري خو بازار ته نوي راغلي فلمونه بیا تر دې هم په لوړه بیه خرڅېږي.

د مقالې لیکوال لیکي، ځينو کتونکو ورته ویلي، چې دوی د دې فلمونو معتاد شوي، چې ويې نه ګوري خوب نه شي کولی.

د ننګرهار ولایت چاراکو سرچینې ته ويلي، دوی به د دې فلمونو له خرڅوونکو سره قانوني چلند وکړي.

تر دې وړاندې په پلازمېنه کابل کې هم ځینو بهرنیو رسنیو پر دې موضوع راپورونه برابر کړي، چې د لوڅو فلمونو ډېری کتونکي ماشومان او نوي ځوانان دي.

د هېواد په ګوټ ګوټ کې پر نامحرمو د جنسي تېريو یو علت د دې فلمونو ازاد بازار بلل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)۰

د غرباینو همدا موخه وه چی د افغانستان خلک ګمراه کړی او اوس تقریبا دی موخی ته رسیدلی دی غیرت عزت افغانی غرور له خلکونه کډه کړی ده او فکر کوم چی لدی نه به حال بدتر شی.

حمال

فهیم صاحب ، ستاسی داحساساتو درناوی لرم ، تاسی تل ښی او په حقایقو ولاړی تبصری لیکی مګر په دی خبره کی چه اشغلګرد زمونږ د خلکو په ګمراه کولو کی بریاوی ترلاسه کړی توافق نه لرم ، هو یو شمیر بی ضمیره او بی ناموسه که یی ګمراه کړی سمه ده هغوی یی په همدغه غلامه اداره کی استخدام کړی کار تری اخلی نور مظلوم اولس که و وایو چه د نااتوانی له امله غیر فعال یا کم فعال دی ویلی شو وایی تشه لاسه ته می دشمن یی مګر اسلامی مقاومت ( طالبان ) د هماغه مظلوم اولس… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x