د نجیب الله او اشرف غني د دریځونو او کړنلارو پرتله

م. خواتي

په هیواد کې دملي یووالي حکومت کورنی ستونزې او د سیمه ئیزو چارواکو خپلسري د ډاکټر نجیب الله واکمنۍ ته ورته دي. د نجیب الله د واکمنۍ پایلې په هیواد کې د شر او فساد د واکمنیدلو سربېره هیواد د ټوټې ټوټې کیدو له ګواښ سره مخامخ کړ چې طالبانو د دې دواړو کرغیړنو پدیدو او ګواښونو مخه ونیوله. دا چې د ملي یووالي د واکمنۍ پایلې به څه وي ستونزمنه ده پرې وپوهیږو ځکه چې د هیواد برخلیک د پردیو په لاس کې دی. سره لدې د دې دوو ورته واکمنیو پرتله او پرې بحث بې ګټې هم نه دی.

نجیب الله پداسې شرایطو کې واک ته ورسول شو چې د واک اصلي مرکز په کابل کې د شوروي سفارت او د حکومت کلیدي لوبغاړي د واکمن ګوند د پرچم فرکسیون اړونده غړي وو. هغه مهال کله چې د پرچم خبره کېده معني یې د کارمل ډله وه. اشرف غني هم پداسې یوه وضعیت کې واک تر لاسه کړ چې د واک اصلي مرکز د امریکې سفارت او د واکمنۍ ځواکمن لوبغاړي د جمعیت اړونده غړي دي. هیره نشي چې پرچمیان او جمعیتیان دواړه د خپلو شوروي او امریکایي حامیانو د خونړیو یرغلونو له امله واک ته رسېدلي دي.

نجیب الله داسې مهال واک ته ورسول شو چې مسکو غوښتل په افغانستان کې د ملي روغې جوړې د تګلارې په نامه د افغانستان څخه خپل پوځونه وباسي . ببرک کارمل د یوه پاخه سیاستوال په توګه د مسکو د دې نخشې سره مخالفت وښود او ځوان نجیب الله ورسره همغږي وښودله. واشنګتن غني پدې شرط واک ته ورساوه چې د خپل سیال سره د ملي یووالي په نامه یو حکومت رامنځته کړي او واک ورسره وویشي. پداسې حال کې چې کرزي د واشنګتن دا غوښتنه په ۲۰۰۹ کال کې ونه منله او ظاهرآ د کرزي او امریکې مخالفتونه له همدې مسئلې سره تړاو درلود. ددې څخه بربنډیږي چې په ۲۰۱۴ کې د عبدالله له لوري د موازي حکومت د جوړولو د نندارې شاته واشنګتن ولاړ و تر څو په افغانستان کې د ملي یووالي په نامه کمزوری حکومت وویني.

کله چې مسکو د کی جی بي د دوو لوړ پوړو پواسطه کارمل ته هدایت ورکړ چې له واکه ګوښه شي پلویانو یې مدني حرکتونه ( مظاهرې ) سمبال کړي خو د واکمن ګوند خلقي اړخ د نجیب الله څخه کلک ملاتړ څرګند کړ تر دې چې د کورنیو چارو د وزارت خلقي وزیر کارمل پلوي یو شمیر پرچمي کدرونه بندیان کړل ، کارمل اړشو له واک ګوښه شي او پدې ډول نجیب الله د واک په ګډۍ ډډه ولګوله. خو نجیب الله واک ته په رسیدو سره خپل پرچمي ملګري په غیږ کې ونیول ، ویې نازول، د هغوی هرې غوښتنې ته یې لبیک ووایه او خلقیان یې په تدریجي ډول کمزوري او بیواکه کړل ، د دفاع وزیر د کودتا په نامه یې غوڅ اکثریت خلقي مشران او د ۵۰۰ تنو څخه زیات مجرب افسران بندیان ، سلګونه نور له دندو ګوښه او لسګونه تنه ووژل چې پدې ډول یې په پوځ کې هم کارملیان واکمن کړل.

نجیب الله فکر کاوه چې پدې ډول به خپل پرچمي ملګري خپل کړي. ملګرو یې ظاهرآ ده ته د وفادارۍ ټټر واهه خو عملآ یې د هغه د تخریب ، کمزورولو او ګوښه کولو لپاره ګامونه اوچتول. غني ولسمشرۍ ته د رسیدو په موخه دسیاسي ملحوظاتو او د خپلو متحدینو د وړتیاوو په پرتله قومي تړاوونو ته لومړیتوب ورکړ او عبدالرشید دوستم یې خپل لومړی مرستیال غوره کړ کوم چې د سیاسي پلوه د غني د ټاکنیز سیال سره ګډه ژبه ، ګډ وجوهات او ګډه ماضي لرله. د غني واک ته رسیدو په درشل کې، سیالې ډلې یې د کارملیانو په شان د مدني حرکتونو او موازي حکومت د جوړولو ډرامه په کار واچوله. نوموړی واک ته په رسیدو سره د خپل ټاکنیز کمپاین ستره برخه په واک کې شریکه نکړله چې پدې ډول یې په لوی لاس ځان په کمزوري دریځ کې ودراوه . سربیره پردې یې د جمعیت لوړپوړی احمد ضیآ مسعود د ولسمشر د مرستیال په صلاحیت سره د ښې حکومتولۍ د مسئول په توګه وګوماره.

پدې ډول د غني تر مشری لاندې د ملي یووالي حکومت کې د شمال ټلوالې او په تیره جمعیتیانو تله خورا درنه شوه څرنګه چې د نجیب الله په دولت کې د کارملیانو او سکتاریستي ډلو تله درنه وه او عملآ یې نجیب احاطه او برمته کړی و.

څرنګه چې لیدل کیږي هم نجیب الله او هم اشرف غني د خپلو خارجي حامیانو د ارادې له امله پداسې حالتونو کې چې سیالو ډلو یې څرګند مخالفتونه کول واک ته ورسیدل چې ددې مخالفتونو تر شایې همدا خارجي ملاتړي ولاړ وو . دواړه د هماغه پیل څخه د کمزوري دریځ څخه برخمن وو. دوی دواړه د هغوی د سیالانو په پرتله د اړینې سیاسي تجربې څخه بې برخې وو. هم د نجیب الله او هم د غني پلویان ځوانان ، د هیواد او دولتي چارو د لارښوونې لږ او یا هیڅ تجربه نلرله. نجیب الله د واکمن ګوند د ځوان کدر په توګه د مسکو په اراده د ګوند او جمهوري ریاست مشرۍ ته ورسول شو پداسې حال کې چې د ګوند بنسټ ایښودونکو پرچمي او خلقي مشرانو چې په ګوند کې یې دده په پرتله نفوذ او اعتبار درلود هر یوه ځان د مشرتابه وړ ګاڼه او یوه یې ویلي و چې پرون زموږ مخې ته دې خوا او هغه خوا منډې وهلې او اوس یې مشری ته را پورته کوي. که څه هم غني د عمر او پوهې له مخې د خپل سیال څخه پوخ او بډای دی خو د ژوند زیاته برخه یې په بهر کې تیره کړې ، د یوه اکادمیک شخصیت په توګه په هیواد کې د سیاسي مبارزې او دولتي دندې او مدیریت تجربه نلري، د هیواد د ځواکمنو سیاسي مشرانو سره د ګډ کار (جهاد او مقاومت) سابقه نلري او اکثرآ په ځوانانو او هغه هم د بهر څخه راغلو کسانو ډډه لګوي چې دا د افغانستان په دودیزه قبیلوي – جهادي ټولنه کې مثبتې ځانګړتیاوې نه ګڼل کیږي . غني نه پخپله کوم سیاسي ګوند لري او نه د کوم سیاسي خوځښت سره سازماني تړاو لري څرنګه چې نجیب الله په واکمن ګوند کې کوم فرکسیون نه درلود پداسې حال کې چې د کارمل سره د پرچم غوټ اکثریت ولاړ و، د غني سیال د کارمل په شان غټ ګوند لري او د شمال د ځواکمنې ټلوالې سره دوستانه اړیکې او ګډه توره ماضي هم لري که دوی له ډګره وزي د پخوانیو کرغیړنو کړنو ځواب به هم وایي چې دا ګواښ هغوی لا یو موټی کوي.

مسکو هغه مهال د نجیب الله دې کمزورو اړخونو ته په کتو سره هغه د کارمل پر ځای نصب کړ چې د شوروي سلاکارانو مشورو ته اړوي او هغوی هم داسې ناسمې مشورې او لارښوونې ورکولې چې ټول مخ ترې واړوي او یوازې پاتې شي. دده ځوان بې تجربه ملګري ددې جوګه نشي چې د کارمل د پخو سیاسي کدرونو او مجربو اداري مامورانو د ټګۍ برګۍ او توطئو په وړاندې چې تر شاه یې بیا هم شوروي سلاکاران ولاړ وو اغیزمنه مبارزه وکړي او پدې ډول دولتي- اداري چارې ترې وشړیږي. ښه بیلګه یې پخپله د روغې جوړې سیاست و چې هم یې په واکمن ګوند کې مخالفین لرل او هم ټولو جهادي تنظیمونو بلا استثنی هغه رد کړ خو نجیب الله بیا هم د ملي روغې جوړې نغارې ډنګولې ، مخالفینو ته یې امتیازونه ورکول ، بیځایه او بیوخته تیریدنې او شاتګ یې کاوه چې دې ټولو د وسلوالو ځواکونو، د دولت پلوه قوتونو او د واکمنۍ تر ولکې لاندې ولس د مورال د ټیټېدو او د مخالفانو د ځواکمنیدو سبب کیده او پایله یې دا کیده چې دولت پلوي ځواکونه او شخصیتونه د مخالفینو سره پټ او څرګند تارونه وځغلوي. ملي روغه جوړه یو طرفه جاده نه ، بلکه دوه طرفه جاده ده . د مسکو له لوري جوړه شوې د نجیب الله ملي روغه جوړه یو طرفه جاده وه چې نجیب الله پرې روان و خو مقابل لوری یو ګام هم مخې ته رانغی. د ملي روغې جوړې څخه د مسکو موخه دا وه چې د خپلو پوځیانو ایستلو ته لاه هواره کړي او د پوځونو د وتلو وروسته داسې ځواک په افغانستان کې واکمن وي چې د شوروي د تیري غرامات ترې ونه غواړي او د شوروي ګټو ته لومړیتوب ورکړي هماغه دي چې د جهادیانو، کومو چې د شورویانو سره پټ پروتوکولونه لرل او دولت پلوه لږکیو یوه ټلواله یې جوړه کړه. البته ددې ټلوالې په جوړولو کې د ایران او پاکستان ملاتړ هم ورسره و. د دې ټلوالې پر مټ یې د نجیب الله خلاف د بلخ د حیرتانو څخه بغاوت پیل ، بغاوت د شمال په نورو ولایتونو کې بدرګه شو او بالاخره په کابل کې د بغاوتچیانو هڅونکو سیاستوالو د کودتا له لارې بغاوتچیان د کابل په پلاز کینول چې مرکزي رول پکې د پرچم کارملي ملکي او پوځي پلویانو درلود کوم چې د واکمن ګوند او جمهوري ریاست مرستیالان هم پکې لیدل کیدل یعنې چې د شمال د بغاوت سیاسي مشران ټول د پلازمینې کابل په ارګ ، صدارت او د ګوند په مرکزي کمیټه کې ناست وو.

پدې وروستیو دوو میاشتو کې چې په بلخ کې د نجیب الله د واکمنۍ د وروستیو دریو میاشتو په څیر د بلخ د والي عطا محمد نور بغاوت ته وکتل شي او د فبروري په ۱۸ دسمنګان او بدخشان والیانو هم د بلخ د والي په شان د مرکز د اوامرو څخه د نافرمانۍ اعلان وکړ دا پوښتنه را زیږوي چې آیا د دې یاغي والیانو هڅونکي به په کابل کې ناست نه وي او تر شا به یې د نني حکومت د خارجي حامیانو لاس نه وي ؟ که چیرې د یاغیانو تر شا د پردیو لاس وي موخه یې څه ده ؟ دا هغه بنسټیزې پوښتنې دي چې هر افغان یې اندیښمن کړي دي. البته چې یاغي والیان دا نه پټوي چې هغوی د اسلامي جمعیت پریکړې مني یعني دا چې د نوموړي تنظیم ملاتړ ورسره شتون لري.

هغه ډله کتونکي چې د سیمه ئیزو چارواکو تر شاه پردي لاسونه ویني پدې اند دي چې د ملي یووالي حکومت بهرني ملاتړي غواړي وضعیت داسې کړکیچن وښيي چې د یوې شورا په جوړولو سره چې په حکومت کې شریک اپوزیسیون او د کرزي د واکمنۍ ناراضه څیرې ور ګډې کړي او پدې ډول حالات کابو کړي. ځکه چې د داسې یوې شورا د جوړولو اوازې خپریږي او خلیل زاد هم حکومت ته د داسې یوې شورا د جوړولو توصیه کړې ده. دا چې د دې بغاوتونو پایله به څه وي پرې پوهیدل ستونزمن دي خو یوشی څرګند دی چې د هیواد د حالاتو او په تیره د شمالي ولایتونو د والیانو دا ډول دریځونه نه یوازې د ملي یووالي د حکومت بلکه د واشنګتن د واکمنانو لپاره هم د شرم خبره ده چې نه یوازې یې په افغانستان کې طالبان مات نه کړل ، سوله یې ټینګه نه کړه، د مخدره توکو کار او بار یې ونه دراوه بلکه طالبان لا پیاوړي شول، جګړو لا زور واخیست او د مخدره توکو تولید د۱۸۰ ټنو څخه ۹۰۰۰ ټنو ته لوړ شو او اوس خبره دې ته را ورسیدله چې د ملي یووالي حکومت والیان او قوماندانان د مرکز اوامر نه مني او د کوچنیو امپراطورانو او خپلواکو سپهسالارانو په شان عمل کوي.

3
تبصره وکړئ

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

خواتی صاحب ، ډیره مننه ! ستاسی لیکنه او مقایسه په ځآی وه څو کاله دمخه می ستا لیکنی ته ورته لیکنه ( چه کرزی د کارمل او غنی د نجیب ځانی ناستی ) او د هغوی د برخه لیک او یا د هغو له حالت څخه به هم اوړی ) لیکلی وه، هغه وخت پیش بینی وه مګر اوس د ناکامی او سقوط په درشلو کی قرار لری امریکا د وتلو وخت کی له عین وحشت او بمباریو کار واخست چه روسانو هم دا کار کړی وو . مګر یو توپیر د نجیب او غنی د اخری ادارو په… نور لوستل »

مجيب الرحمان
میلمه
مجيب الرحمان

ښکلې خو لنډه ګنډه شننه وه او دې سره چې د ټلوالو خارجي ملاتړو موخه څه ده هغه چې تاسو ورته اشاره کړې هم ده خو تر ټولو غټه موخه يې د سيمې په کچه جنګ اوږدول دي ځکه لاپورې امريکا او ناټو خپلو اقتصادي ګټو کې ټکر ندى خوړلاى او بل هدف يې د سيمې د هېوادونو د پولو لنډول او غټول، واړه واړه لاسبري دولتونه جوړول او سمتي مخالفتونو ته لمن وهل چې د نغري اور تود وي لا جدي سکروټه شي چې دوى لپاره پلمه د مذهبي او توکميزو توپيرونو او نه زغملو له لارې بېلتون ته… نور لوستل »

خواتی
میلمه
خواتی

درونداستادبیانزي صاحب اومحترم مجیب الرحمان ته سلامونه اودرناوی وړاندې کوم. مننه ستاسوڅخه چې زمالیکنه موپخپلوڅرګندونوسره بشپړه کړیده. په تیره ببانزي صاحب پخپلولنډو خومحتوا ډکوڅرګندونوسره دبحث لاندې موضوع په هکله زما معلومات لاغني کړل . داهم غواړم یاده کړم چې په لیکنه کې ۱۸۰ ټه مخدره توکي دشراوفساددعاملانو دولکې لاندې کوچني قلمروکې تولیدشوي دي اوطالبانو دخپلې ولکې لاندې سیمو کې دمخدره توکوکښت صفرته رسولی و.