د سمنګان نوی والي د ټينګو امنيتي تدابیرو په ترڅ کې معرفي شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۱ کب، ۱۳۹۶ل): د ارګ له لوري د سمنګان ولايت لپاره نوی ټاکل شوی والي عبدالطيف ابراهيمي د سختو امنيتي تدابيرو سره د سيمه ييزو ارګانونو ادارې له لوري د والي په توګه په رسمي توګه معرفي شو.

د راپورونو له مخې، د نوموړي هغه ولايت ته د سفر لپاره امنيتي ځواکونو بدرګه کاوه او د معرفي مراسم يې په کلکو امنيتي تدابيرو کې ترسره شول.

په عين حال کې د سمنګانو د ولايتي شورا غړي محمد پذير بسيج د وسله والې نښتې د پېښېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او اريانا نيوز ته يې ويلي، چې د سمنګان پخوانی والي عبدالکريم خدام او مرستيال ضياءالدين ضيا د خپلې غوښتنې پرېښودو ته تیار نه دي.

د بسيج په خبره، د سمنګانو نوی والي عبدالطيف ابراهي او د هغه مرستيال دواړه د يوه قوم دي، ښايي نور قومونه يې مخالفت وکړي او د سمنګان امنيتي وضعيت خراب شي.

دغه رزا د سمنګانو پخواني والي عبدالکريم خدام د نوي والي له معرفي ورسته رسنيو ته وويل، چې خپله دنده نه پرېږدي او د ولسمشر امر نه مني.

د سمنګان ګوښه شوي والي او مرستيال يې تېره ورځ ګواښ وکړ، که يې حکومت په زوره له دندې د لرې کولو هڅه وکړي نو د سمنګان ولس له سخت غبرګون سره به مخ شي.

تر اوسه د تاوتريخوالي او يا نښتو راپور نه دی ورکول شوی، خو د دغې ولايت د مرکز په ټولو لارو کې دولتي ځواکونه ولاړ دي.

2
تبصره وکړئ

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)۰
میلمه

د تاریخ په ترڅ کی یوازینی بیغیرته بی ننګه ریس جمهور چی دی هغه غنی دی .

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

نه غنی دومره واک او ځواک لری او نه عطا او خدام او نورو دومره واک او ځواک لری چه یو بل ته نه یا هو ووایی ، اشغلګر هم غنی ته وایی چه هغوی لیری او هم هغو والیاتو ته وایی چه څوک درته څه نه شی ویلای غنی ته به دغه قومانده خپله مګر والیانو او یاغیانو ته د دریم ګړو په خوله وایی چه امریکا له تاسی سره ملګری ده پښی کلکی کړی ، هدف د روسانو له وتلو وروسته د یوی بلی لسیزی د پاره د خپل منځی جنګو مقداماتی مراحل دی ، د همدی امله… نور لوستل »