نظــر

د سوړنو رسنیو په اړه له لیکوالو یوه غوښتنه

د ( سوړن مطبوعات) اصطلاح مې په لومړي ځل څو ورځي وړاندې د حسان شلګري صاحب په یوه لیکنه کې ولوسته، کله چې یو نوم ، یوه اصطلاح یا یوه خبره له حال او مقام سره  مطابقت ولري، علماء  ورته  ته بلاغت فی الکلام وايي، ما چې کله د یرغل د څلورمې قوې په توګه د ډالري رسنیو او مرتزقه خبریالانو لپاره د ( سوړن ) اصطلاح واوریدله له هره اړخه راته پرځای او دهمدې دروغجنو ، منافقو، ګوډاګیو او یرغل زادو رسنیو لپاره  تر ټولو وړ اصطلاح  واېسیده .

د نوي صنعتي اوښتون، رسنیو د پراختیا او انلاین تبلیغاتو له دود سره په نړیواله سطحه د جګړې اساساتو هم تغیر وکړ، اوس چې د تبلیغاتي اوفکري جګړې لپاره اسباب خورا ډیر شول، نو کفري اشغالګرو د مسلمانانود جسدونو په ځای ددوی له فکرونو سره جګړه پیل کړه، فکر چې دانساني بدن مدیر او ټول اعضاء او حواس یي مامورین دي، کله چې تر اشغال لاندې راغی، نو بیا به ژبه ، لاسونه  او ټول اعضاء یوازې هماغه کارونه کوي چې د فکري اشغالګر لخوا ورته القاء کیږي .

د همدې فکري جګړې د پرمخ بیولو لپاره کفري یرغلګرو زموږ په هیواد کې په سلګونو او حتی زرګونو بیلابیلي رسنۍ ایجاد کړي دي،په دې برخه کې دومره سرمایه ګذاري شوې چي شاید دنړۍ په بل کونج کي یي ساری ونه موندل شي، هغه اولس چې تر نیمایي زیات وګړي یي نالوستي دي، لوستی قشر یي دکتاب او مطالعې عصر ته نه دی رسیدلی، او اخبار اخیستل یا لوستل لا هم نادوده کار بلل کیږي، غربیانو دې په نس وږي اولس ته د ډوډۍ پخولو په ځای ورځپاڼې او مجلې چاپول پیل کړل، ښارونه یي د راډیويي ، تیلویزوني او چاپي رسنیو په دفترونو اووسائلو ډک کړل، حتی په کلیو او اطرافو کي یي په هره پي آرټي کي یوه ایف ایم راډیو ورته ولګوله تر څو دا په نس وږی اولس په کفري تبلیغاتو ټنډ کړي.

په دې برخه کې چلند دومره افراطي وو چې حتی د پوهنتونونو اکثره فارغ شوي محصلین که څه هم  د طب ، انجینرۍ یا نورو ګټورو رشتو څخه به فارغ وو، د فکري جنګ غربي چلوونکو د لوړو ډالري معاشاتو په زور مجبور کړل ترڅو خپلي د تخصص رشتي پریږدي او خبریالي پیل کړي، د پښتو او دري ادب وتلي لیکوالان ، شاعران، ادب پوهان ، د پوهنتونو استادان ، څیړونکي او حتي ډاکټران او انجینران دډالري تنخاګانو په زور د غربي تبلیغاتي رسنیو مایکونو ته کینول  شول، څوک نطاقان ، څوک خبریالان  او څوک ډارمه لیکونکي یا ممثلین شول، څرنګ چې انسان تابع د احسان دی، او د نس مجبوریت تر ټولو سخت دی، د وخت په تیریدلو سره امریکایی تبلیغاتي تیوریسنانو دغه اهل کار خلک په بشپړه توګه دخپل تبلیغاتي ماشین به پرزو بدل کړل، دهغوی دیني ، افغاني او وجداني ماهیت یي مسخ کړ او دسالم مطبوعاتي فعالیت په ځای د غربي فکرې جګړو  د دروغو ، تبلیغاتو او کلتوري زهرو په بادولو وګمارل .

په پیل کې  د تبلیغاتي جنګ غربي مشرانو د تبلیغاتو لپاره ډیر څه لرل، ددیموکراسۍ فضائل، دروغجنې وعدې، د بیارغونې تبلیغات او نوري قسماقسم غولوونکي خبرې ، مګر کله چې  له امریکایانو څخه د یموکراسي وشړېده ، د جګړې په ډګر کې د بریا او کامیابۍ خبرې په  عملي شکست او دپوځیانو په تیښته بدلې شوې، ځوان جمهوریت  په  لومړی درجه فاسد رژیم واوښت ، د بیارغونې خبرې  په  اداري فساد، غصب ، ظلم ، فحشاء اونورو ناخوالو واوښتي غربي تبلیغاتي ادارو ته هیڅ داسې مثبت څه ورپاته نه شول چې شخوند پرې ووهي ، نوځکه  یي د رښتیاوو د قحطۍ له امله  بربنډو دروغو ته ملا وتړله .

سره له دې چې له پیله  دغربي رسنیو په تبلیغاتو کې ددروغو مالګه ګډه وه، مګر په وروستیو کلونو کې دغه ګراف دومره زیات شوی چې  د رښتیاوو فیصدي بیخي په کې صفر ته نږدې شوي ده .

دا تیر څوکاله موږ وینو چې  د غربيانو نړیوالي او کورنۍ رسنۍ دافغانستان په اړه دروغ په ښاخیو بادوي، داسې یي بادوي چې   دوړو او سوړو یي  اوس افغان سترګور اولس دې قضاوت ته  مجبور کړی تر څو رسما دغه رسنۍ سوړنې رسنۍ وبولي .

سوړن به په کلي او مالت کې هغه چا ته ویل کیده چې په خبرو کې به یي د رښتیاوو څرک نه وو، چې خوله به یي خلاصوله نو یوازې  به یي دروغ ویل، تردې چې په سوړن  تر شهرت وروسته به یي ټولنیز اعتبار هم په صفر کي ضرب شو او بیا به یي  نه  چا خبرو ته غوږ  نیو او نه به  کومه خبره چا منله .

ددې لپاره چې د غربي  دروغ شرموونکو رسنیو اصلي ماهیت مو خپلو هیوادوالو ته القاء کړی وي او ددوی د دروغو  دلوړ ګراف  جزاء مو ورکړي وي ، زما غوښتنه له ټولو  لیکوالو څخه داده ترڅو  رسما غربي  کورنۍ او بهرنۍ رسنۍ په سوړنو رسنیو او خبریالان یي په  سوړنو خبریالانو مسما کړي.

القاب او اصطلاحات په تبلیغاتي جګړه کې ستر رول لري، غربي کفري مبلغین ددې لپاره چې په  سریع ډول دمجاهدینو په اړه غلط برداشت  مخاطبینو ته القاء کړي نو  د ترهګر یا تروریست نوم یي ورته انتخاب کړی او یا یي  اورپکي بولي ، ددې لپاره  چې موږ هم د غرب تبلیغاتي اجیران په ښه توګه  خپل اولس ته ورپیژنو باید له نوم سره یي سوړن قید زیات کړو، مثلا بي بي سي چې یوه سوړنه رسنۍ ده داسي یي ویلي . . . سوړن خبریال حمید مومند وایي چې . . . په کابل کې د سوړنو رسنیو یوې  ټولنې پریکړه کړې چې . . . غفور لیوال چې یو وخت د ازادۍ د سوړنې راډیو خبریال و ویلي دي چې . . .

ددې لقب په تشهیر سره به زموږ  اولس پوه شي چې د غرب  تبلیغاتي ادارې  رښتیا نه وایي بلکې یوازې  دغربي فکر او ګټو سوړې بادوي، په دې توګه به  د غربي رسنیو مطبوعاتي اعتبار په صفر کې ضرب شي او کیدای شي افغان خبریالان دا د ځان لپاره عار وبولي چې  په سوړن سره یاد شي نو به خپل غلط کردار ته متوجه او دشرم  په احساس سره به د غرب د مزدورۍ غړوندی له اورمیږه خلاص کړي .

زه خو سر له همدانن څخه  د سوړن خیلو په ضد همدا جهاد پیلوم  ستاسو  دبدرګې په هیله  . . . که سوړن خيل سوړې سوړې کولای نه شئ ، نو سوړن خو یي باید چي وبولئ !

خالدافغان زوی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x