افغانستان

د حزب اسلامي دوه ښاخه په یوه نوم دوه اوونیزې خپروي – انځورونه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۱ کب، ۱۳۹۶ل): د حزب اسلامي دوه ښاخونه هر یو په یوه نوم پرلپسې اوونيزې خپروي.

شهادت؛ چې د تېر جهاد له وخت د حزب اسلامي د ګوند نشراتي اوونیزه وه، کابل ته د انجینر ګلبدین حکمتیار په راتګ له دو ښاخونو دغه اوونیزه خپرېږي.

د انجینر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د ډلې له لوري خپرېدونکې شهادت اوونیزه، د هغه اړوند تبلیغات خپروي.

Hikmatyar-akhbar
د حزب اسلامي حکمتیار ښاخ؛ له لوري د شهادت اوونیزه دا ګڼه د سلواغې پر ۲۹مه خپره شوې

د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ د حزب اسلامي ډله بیا د شهادت په نوم اوونیزه د هغه کارونه، هڅې او تبلیغات خپروي.

دغه دواړه اوونیزې د شهادت په نوم د حزب اسلامي له ادرسه خپرېږي، خو یوازې يې په مطالبو توپیرولی شو.

د انجینر ګلبدین حکمتیار اړوند شهادت اوونیزه پخپلو ګڼو کې د پرلپسې کال ګڼه، نهه دېرش یادوي او د ارغنديوال پلویان بیا د خپلې ورځپاڼې کال نهم بولي.

Arghand-Akhbar
د حزب اسلامي ارغنديوال ښاخ؛ دا اوونیزه نن خپره شوې

د شنونکو په باور له دې ښکاري چې لا هم د دې دواړو حزبي ډلو تر منځ ناندرۍ پای ته نه دي رسېدلې، خو تر اوسه نه ده څرګنده، چې اطلاعاتو او کلتور وزارت په یوه ښار کې د یو رسمي ګوند لپاره په په یوه نوم د دوو اوونیزو خپرولو اجازه ورکړې کنه.

ویل کېږي د ګلبدین حکمتیار ډله لا هم د حزب اسلامي په نوم په عدلیې وزارت کې ثبت شوې نه ده؛ ځکه پر دې نوم په یاد وزارت کې د عبدالهادي ارغندیوال په نوم ګوند ثبت دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اقبال

په هماغه کچه چه داعشیانو د خلافت سبيڅلی نوم سپک او توهین کړو حزب سلامی د شهادت سپیڅلی نوم سپک او توهین کړو . ارغنیدوال خو له اوله نه د روسانو سره په جهاد کی مجاهد وو بلاخره امریکا ته راغلی او د دوهم اشغال شروع کی د امریکاایانو له خوا د حکمتیار سره په تفاهم د کابل غلامه اداره کی د اقتصاد د وزیر په نامه وټومبل شو او د حزب سلامی په نامه ګوند یی هم اعلان کړو یعنی حزب د جمیعت په شان د کابل غلامه اداره کی خبل پوره سهم ترلاسه کړوی وو یعنی د ناتو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x