افغانستان

جلال اباد: چاودنه کې درې ملکان وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۱ کب، ۱۳۹۶ل): د ننګرهار ولايت په جلال اباد ښار کې د يوې چاودنې له کبله شپږ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغې ولايت وياند عطاءالله خوږياڼی پېښه تائيدوي وايي، چې چاودنه د دوهمې امنيتي حوزې مربوط د سپين غر سنما شاته د يوه هوټل په خونه کې رامنځته شوې ده.

که څه هم د والي وياند د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي خو ځايي خبري سرچينې وايي، چاودنه د ننګرهار ولايت د شيرزادو ولسوالۍ د ملکانو په دفتر کې د يوې غونډې پر مهال شوې، چې درې تنه ملکان پکې وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.

تر اوسه د دې چاودنې مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x