افغانستان

سمنګان: پخوانی والي د یوې معاملې له مخې تر ولایت تېر شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۱کب، ۱۳۹۶ل): د سمنګان پخوانی والي د يوې معاملې له مخې دې ته حاضر شو، چې د ارګ له لوري ټاکل شوی والي ولایت مقام ته ور پرېږدي.

«يو» تلویزون د ځينو سرچينو په حواله وايي، چې د سمنګان پخوانی والي او د جمعیت اسلامي د رهبري شورا غړی عبدالکریم خدام د سولې عالي شورا د مرستیال په توګه له ټاکل کېدو وروسته دې ته قانع شو چې ولایت پرېږدي.

عبدالکریم خدام دوه ورځې وړاندې د ارګ فرمان وننګاوه او په زغرده يې وویل چې د جمیعت او خپل قوم له خوښې پرته دندې پرېښودو ته حاضر نه دی.

نن د ارګ له لوري معرفي شوی والي عبداللطیف ابراهيمي یاد ولایت ته لاړ، چې پخپله ورته عبدالکریم خدام هرکلی ووايه.

د سرچينې په وینا په دې معامله کې هوکړه شوې چې د خدام پر مرستیالۍ سربېره به د ده ولایتي مرستیال ضیاء الدین ضیاء د نوي والي لپاره هم د مرستیال په توګه پاتې وي.

ارګ او سیمه ییزو ارګانونو ادارې ورسره پر معامله هوکړه کړې او نن نوی والي رسماً معرفي شو.

دا معامله وروسته له هغه ترسره کېږي، چې د کابل ښار د یوویشتمې امنیتي حوزې پخواني امر شاوزیر هم د دندې د پرېښودو امر بابیزه وګاڼه او له معاملې وروسته د امنیه قومندانۍ د امنیتي مرستیال په توګه دې ته حاضر شو، چې خپله چوکۍ بل امر ته پرېږدي.

د شنونکو په باور د ګډ حکومت اساس له پیله پر معاملو اېښودل شوی، ځکه خو اړ دی چې د زورورو د خولې پټولو لپاره تکراراً همدا فورمول وکاروي.

یوازینی کس چې ارګ يې د معاملې وس نه لري، په بلخ کې عطامحمد نور دی، ویل کېږي هغه د جمعیت له ادرسه خپلې دوولس غوښتنې ارګ ته وړاندې کړې، چې د ارګ تر وس پورته ښکاري او لا هم موضوع ګونګه پاتې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x