افغانستان

هلمند ولايتي شورا: والي مو ولس ته په دروغ ویلو ستړی شوی دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۱ کب، ۱۳۹۶ل): د هلمند ولایتي شورا وايي، په دې ولایت کې د نا امنۍ په تړاو د ولایت مسوول په دروغو ویلو ستړی شوی دی.

د دې شورا مشر عطاالله افغان ازادي راډيو سره په خبرو کې د هلمند په وروستي وضعیت اندېښنه ښکاره کړه او ويې ویل چې والي يې مرکزي حکومت څخه پرلپسې مرسته غوښته خو نا پامه نیول شوې.

هغه وايي، والي د ده تر مخ لوړ پوړو چارواکو ته زارۍ کړې، چې «د خدای په لحاظ، زه مو زیاتې ولس ته په دروغ ویلو ستړی کړم.»، څه ورته ووایم.

هغه وايي طالبان په ژمي کې هم وتوانیدل چې جګړه ګرمه وساتي او ان د لښکرګاه په حوزو کې بریدونه وکړي.

د ازادي راډيو د همکار په قول طالبان د درېيمې حوزې په بشران او سپینه کوټه سیمه او د لسمې حوزې په سره ګودر سیمه کې نږدې هره شپه پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

د ولایتي شورا رییس په هلمند کې کمزوری مدیریت د دې علت بولي چې طالبان د بهرنیانو او کورنیو ځواکونو له سختو بمباریو سره سره پر دې وتوانيدل چې شاته ګام وانه خلي.

د دې شورا مرستیال حیات الله مایار بیا په هلمند کې د امنیتي ځواکونو د تلفاتو ډېرښت د اندېښنې وړ بولي هغه وايي هغه سیمې چې دوی يې خوندي بولي، تل د امنیتي ځواکونو د تلفاتو شاهدې وي.

هلمند یو له هغو ولایتونو ګڼل کېږي، چې بهرنیانو پکې د طالبانو د ځپلو په پلمه شدیدې بمبارۍ وکړې او ګڼ ملکي وګړي يې ووژل.

په وروستیو دوو میاشتو کې د امنیتي ځواکونو تلفات دولتي سرچینو ۶۵ تنه او طالبانو بیا ۷۵ تنه ښوودلي دي.

یاده دې وي هلمند کې د امریکایانو په ګډون د بهرنیانو یو کنډک هم د جګړې برخه وال دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x