د ماشومانو بد عملونه!

ليکوال: کرامت الله اخلاص یار

بد عملونه هغه ناوړه او بد خویونه دي، چې په انسان کې په ظاهري توګه منل شوي وي، چې انسان یې په کابو کولو کې عاجز پاتې کيږي. چې د انسان په بدو خویونو کې شمېرل کيږي، که چيرې یو انسان په بدو عملونو اخته شي نو هيڅ کله به خپل هغه بد عملونه چې ترسره کوي یې ترې ونه وړي او هر ورځ به په دغو بدو عملونو کې خپل ژوند تیروي.

هغه عملونه چې ځينې ماشومان یې ترسره کوي، چې په کابو کولو کې یې مور او پلار نيمګړي پاتې کيږي، هغه بد عملونه چې ماشومان یې ترسره کوي نو سم د لاسه باید د مور، پلار او د کورنۍ د نورو غړو لخوا زر تر زره یې مخه ونيول شي. نو دا ماشوم به د کورنۍ یو ښه او نېک انسان وي. که چيرې ماشوم غواړي چې د بدو عملونو څخه لرې ووسي، نو ماشوم دی خپل ځان ته تقسیم اوقات جوړ کړي، هر کار چې ماشوم یې ترسره کوي هغه دې په تقسیم اوقات کې وليکي، چې تر څو د بدو کارونو او عملونو څخه خوندي وساتل شي. ماشوم دې د هغه بدو خلکو سره ملګرتيا هه کوي چې په بدو عملونو یې روږدی کوي، او د هغه سره ماشوم اشنا کوي.

نو باید مور او پلار یې د هغه بدو خلکو سره پرينږدي چې ماشوم په بدو عملونو او په بدو کارونو اخته کوي او یا یې پرې روږدئ کوي، مور او پلار یې باید د هغه ښو خلکو سره پريږدي چې په راتلونکی کې د ماشوم لپاره ښه راتلونکی غواړي او دا ورته ښيي چې هغه کارونه مه کوه چې ستا ګټه پکې نه وي، هغه کارونه وکړه چې ستا ګټه پکې وي، چې هم دې ځان لپاره څه وکړې او هم دې د کورنۍ او ټولنې لپاره څه کړي وي، هيڅ کله باید مونږ ماشوم بدو عملونو ته پرېنږدو بلکې د ماشوم لپاره هغه لاره غوره کړو چې ژوند یې ټولنيز کوي.

هغه بد عملونه چې ځينې ماشومان یې ترسره کوي په لاندې ډول دي:

۱: په لاره کې ښکنځل کول:

ښکنځل یو له هغو بدو کړنو څخه شميرل کيږي، چې ځينې ماشومان یې ترسره کوي، چې هيڅ پایلې نه لري، بلکې د ماشوم اخلاق کموي، نو ماشومانو څخه مې دا هيله ده چې ښکنځل دې نه کوي.

ځينې ماشومان هم شته چې په لاره باندې د مشرانو او داسې نور اشخاصو پر وړاندې ښکنځلې کوي، ان ترې دې چې احترام یې هيڅ کله هم نه کوي. بلکې داسې ماشومان هم شته چې د خپلې کورنۍ او د پلار په مخکې داسې خبرې ترسره کوي چې هيڅ د منلو وړ نه وي.

د مثال په ډول: یوه ورځ په لاره کې د دوو وروڼو سره جنجال راغلو نو په دې وخت کې یو ورور ورته وايي چې ستاسو مور یا پلار داسې کړم. نو حیران شوم، ورته ومې ويل چې په داسې مور او پلار دې نالت وي چې ته یې روزلی یې. هغه ماشومان چې په خپلو منځونو کې جګړه ترسره کوي نو باید د ښکنځلو څخه په کلکه ډډه وکړي.

۲: د مور او پلار احترام نه کول:

دا چې د ماشوم لپاره مور او پلار کوم تکليفونه او سختۍ تر سره کوي، چې مور او پلار یې غواړي د ماشوم په ښو روزلو او د هغه ته د ديني اخلاقو ور زده کولو او ان تر دې چې د ماشوم څخه یو ټولنيز شخصیت جوړ کړي، کله کله داسې هم شوي چې ماشومان د خپل مور او پلار اخلاقو، حقوقو او مقرراتو ته هيڅ پاملرنه کوي، بلکې اخلاق او حقوق یې په اوبو وړي.

ډيری ماشومان شته چې د مور او پلار او د ټولنې د هر مشر او کشر په مخکې داسې خبرې تر سره کوي چې هېڅ د منلو وړ خبرې نه وي، بلکې د مشر او کشر ته وړه سترګه ګوري.

نو هيڅ کله باید ماشوم له یاده ونه باسي چې د مور او پلار احترام او د هغوی هره خبره ومني او د مور هغه شیدې او زحمتونه هير نه کړي، چې ګاللي یې دي.

۳: په ماشومتوب کې نشه کول:

نشه کول یو له هغو خطرناکو کړنو او عملونو څخه شمېرل کيږي چې د انسان د مرګ سبب کيږي، ، خو کومه ګټه نه لري، بلکې تاوانونه یې ډير زیات دي. څنګه چې ټول نشه يي توکي یو ډول زهري مواد لري، نو د انسان روغتیا ته پر ضرر رسولو سربیره د انساني ټولنو سالمیت ته هم کلک تهدید متوجه کوي. له بدغه مرغه زموږ هیواد نن مهال د دې خطرناکو توکو د تولید او استعمال ځای ګرځیدلی دی. له دې امله مو په ګران افغانستان کې ډير داسې تنکي ځوانان هم په دغه لوی عذاب کې اخته دي.

په ماشومتوب کې نشه کول ماشوم د رواني یا ذهني ناروغۍ سره مخامخ کوي، یعنې کله چې ماشوم رواني یا ذهني ناروغۍ سره مخامخ شي نو د ماشوم د مرګ سبب ګرځي. هغه ځینې اړينې اغيزې چې نشه یې توکې يې پر انسان باندې لري عبارت دي. د حافظې اختلال، د خولې سرطان، د غاښونو ژیړوالی، د خولې بدبويي، د زړه دریدل، قلبي ناروغۍ، سرطان او د پوستکي د رنګ خراب والی او داسې نورې هغه ناروغۍ چې د نشه يي توکو لخوا په انسان کې داخليږي، چې د انسان د مرګ سبب ګرځي.

که چيرې مونږ یو ماشوم ته ووایو چې د دوکان څخه نسوار یا سکريټ او داسې نور نشه يي توکې راوړه نو ماشوم په خپله دا احساسوي چې آیا دغه کار مې پلار ترسره کوي، نو په دې کې به کومه ګټه وي، نو راځه ته یې هم شورو کړه. نو هغو پلارونو ته چې په خپله نشه ترسره کوي، نو باید په ماشومانو باندې هغه نشه یې توکې له دوکان څخه رانه وړي.

۴: د مشرانو پر وړاندې بې ځايه خبرې کول:

ځينې ماشومان شته چې د مشرانو او یا داسې نورو اشخاصو پر وړاندې، بې ځایه خبرې کوي، او هېڅکله دا فکر نه کوي، چې زه دې د مشرانو پر وړاندې داسې خبرې ونه کړم. ماشوم باید هغه بدې خبرې یا هغه کیسې ونه کړي، چې عیب لري. اکثره وخت ماشومان په بې ځايه خبرو ځکه روږدئ کيږي، چې د بدو خلکو په منځ کې جګيږي او ټيټیږي. او هغوی یې په خپله غواړي چې په داسې خبرو کول ور زده کړي.

ځينې پلارونه هم شته کوم اولادونه یې چې بده خبره وکړي نو فخر پرې کوي، بلکې دا نه ورته وايي چې دغه خبره بيا ونه کړې. خو داسې اشخاص په چې خپل ماشوم سم نشي روزلې نو ټولنه به څه رکم وروزي.

نو باید پلارونه ماشومانو ته دا وښيي چې د مشرانو پر وړاندې هغه بدې خبرې مه کوئ، کومې چې د ماشوم کورنۍ شرموي او یا یې سپکوي. پلارونه باید ماشومانو ته هغه خبرې وښيي کومې چې ښې خبرې وي، او د ټولنه باندې اغيز ونه کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د