په زړۀ پورې معلومات- داصحابو له تارېخه

madine* دوره حضرت ابوبکر صديق (رض) جوړه کړې ده

* ابوبکر صديق (رض) دمحمد(ص) لومړنی مقتدی ؤ.

* حضرت عمر (رض) په پهلواني او وينا کې ډېر ماهر ؤ.

* حضرت عمر (رض) ۲۷ کلن و چې مسلمان شو.

* حضرت عثمان (رض) ۲۰ کلن و چې مسلمان شو.

* دحضرت عثمان (رض) نهه لوڼې او آته زامن ؤ.

* جامع القران د حضرت عثمان (رض) ستاينوم و.

*(( بحر العلم)) دحضرت عبدالله بن عباس (رض) ستاينوم و.

* (( سيف الاسلام )) دحضرت سعد ابن ابی وقاص (رض) ستاينوم و.

* (( ام العرب )) د بي بي هاجرې (رض) ستاينوم و.

* دلومړي ځل لپاره دمؤذنانو تنخواوې حضرت عثمان (رض) وټاکلې.

* حضرت علی (رض) ۱۰ کلن و چې مسلمان شو.

* دحديبې دسولې تړون حضرت علی (رض) وليکه.

* حضرت بلال بن رباح (رض) ۱۹ کلن و چې مسلمان شو.

*حضرت جعفر بن ابی طالب (رض) ۱۸ کلن و چې مسلمان شو.

* حضرت عبيده ابن الجراح (رض) په ۳۰ کلنۍ کې ايمان راوړ.

* حضرت سعد بن ابی وقاص (رض) په ۱۷ کلنۍ کې ايمان راوړ.

* حضرت عثمان (رض) د ابوبکر صديق (رض) په لارښوونه مسلمان شو.

*دکعبې شريفې څلور ديوالي دحضرت عمر(رض) پروخت جوړه شوه.

* حضرت عايشه (رض) ، حضرت حفصه (رض) ، حضرت ام سلمه (رض) اوام ورقه بن نوفل (رض)

د قرآنکريم حافظانې وې.

* دقران کريم لومړنۍ حافظه صفيه بنت عمر وه.

* حضرت خالد بن سعيد بن ابی العاص (رض) دوحي لومړنی کاتب دی .

* حضرت عثمان (رض) او حضرت عمر(رض) دمصر په سپينو ټوټو کعبه شريفه پوښله.

*حضرت معاويه (رض) په کال کې دوه ځله کعبې ته جامه وراغوستله.

*يزيد او عبدالله بن زبير کعبه شريفه په (( ديبا)) پوښله.

* محمد (ص) ته حضرت علی (رض) غسل ورکړ.

* حضرت محمد(ص) ته قبر حضرت ابو طلحه (رض) وکيندل

* دحج پر وخت دحضرت محمد (ص) ويښتان معمر بن عبد الله بن فضله وخرييل.

* دابو هريره (رض) اصلی نوم ( عبدالرحمن فخر الدوسي) و.

* ابوهريره (رض) ته دحديثو پاچا وايې.

* حضرت حسان بن ثاقب (رض) ته شاعر صحابی ويل کېږي.

*محمد(ص) دکډوالو بيرغ مصعب بن عمير ته وسپاره.

*د اوس قبيلی بيرغ ( سعد بن معاذ) ته ورکړل شو.

* دحضرت سعدبن وقاص مور حمنه ، ورور يې عتبه او ميرمن يې سلمی نومېده.

*ديمامه په جنګ کې دجنګ بولندوی خالد بن وليد (رض) و.

* داسلام لومړنی بيرغ دبريده (رض) په مشوره جوړ شو.

* هجری کال دلومړی ځل لپاره حضرت عمر(رض) وکاراوه.

* حضرت عمر(رض) بقره سورت په ۱۲ کالو کې ياد کړی و.

* حضرت عثمان (رض) په يوه رکعت کې ټول قرآن کريم لوستی دی.

* ابوبکر صديق (رض) درخت تجارت کاوه.

* دمحمد (ص) ددريم زوم نوم حضرت ابوالعاص و.

*د محمد(ص) ديني ورور ( عثمان بن مغطن) نومېده.

* دمحمد (ص) راز حذيفه بن اليمان ته معلوم و.

****+++     په چارو کې تر ټولو ړومبني   +++***

* ړومبنۍ ښځه چې پر محمد (ص) يې ايمان راوړ خديجة الکبری (رض) وه.

* رومبنی نارينه چې ايمان يې راوړ ابوبکر صديق (رض) و.

* ړومبنی زلمی چې ايمان يې راوړ حضرت علی (رض) و.

* دړومبي ځل لپاره ابوبکر صديق (رض) ته حضرت عمر (رض) بيعت ورکړ.

* ړومبنی سړی چې په مکه معظمه کې يې قرآن په لوړ غږ ولوست عبدالله بن مسعود و.

* ړومبنی سړی چې پر کفارو يې غشی وار کړ سعد بن وقاص (رض) و.

* داسلام ړومبنی سرښندوی حضرت علی(رض) و.

* ړومبنی شخص چې دمکې دفتحې پر وخت مسلمان شو ابوسفيان بن حارث (رض) و.

* دمسلمانانو ړومبنی مؤذن حضرت بلال (رض) و.

****+++     اصحاب او حديثونه   +++***

* حضرت عمر (رض) ۵۹۳ حديثونه روايت کړي.

* حضرت عبدالله ابن عمر (رض) ۲۶۳ حديثونه روايت کړي.

* حضرت انس (رض) ۲۲۷۶ حديثونه روايت کړي.

* حضرت ابوهريره (رض) ۵۳۷۴ حديثونه روايت کړي.

* حضرت عبدالله ابن مسعود (رض) ۸۴۸ حديثونه روايت کړي.

* حضرت بي بي عايشه (رض) ۲۲۱۰ حديثونه روايت کړي.

* حضرت ابو سعيد خدري (رض) ۱۱۷۰ حديثونه روايت کړي.

* حضرت عبد الله بن عباس (رض) ۱۶۶۰ حديثونه روايت کړي.

* حضرت جابر بن عبدالله ۱۵۴۰ حديثونه روايت کړي.

****+++     داصحابو مړېنې+++***

* داسلام ړومبنی شهېده حضرت سيمه (رض) ده.

*دمرګ پر وخت تر ټولو ړومبنی دوه رکعته لمونځ حضرت خبيب بن عدي (رض) وکړ.

* ړومبنی سړی چې لمونځ يې نه دی کړی او جنت ته به ځي ، عمرو بن ثابت دی، نوموړي داحد دجګړې په ډګر ايمان راوړ او شهيد شو.

*حضرت محمد(ص) دلومړی ځل لپاره داسد بن زراره دجنازی لمونځ ادا کړ.

* دحضرت ابوبکر صديق (رض) دخلافت پروخت ۷۰۰ حافظان شهيدان شول .

* په مدينه منوره کې وروستی صحابي حضرت جابر (رض) وفات شوی.

* عبدالله بن بشير وروستنی صحابی دی، چې په شام کې وفات شو.

* حضرت ابوبکر(رض) د۱۳ ه کال دجمادی الاخر په ۲۲ مه نيټه په حق ورسيد.

* حضرت عمر (رض) په ۲۴ ه کال دمحرم په لومړۍ نيټه په شهادت ورسېد.

* حضرت عثمان (رض) دهجرت په ۳۵ کال په شهادت ورسېد.

* حضرت علي (رض) په ۴۰ ه کال په شهادت ورسېد.

* حضرت فاطمة الزهرا (رض) په ۱۱ ه کال وفات شوه.

* حضرت عباس (رض) په ۳۲ هجري کال شهيد شو.

* حضرت امام حسن (رض) په ۵۰ هجري کال وفات شو.

* حضرت امام حسين (رض) په ۶۰ هجري کال شهيد شو.


راټولونکی : محمد ظاهر خان حق پرست

zahirkhan_2004@yahoo.com ايميل:

nunn.asia خپروونکي اداره : نن ټکی آسيا

*****»»»»»»»»»»««««««««««««*****



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.