نړۍ

امريکا خپلو اتباعو ته له ليبيا د وتلو امر وکړ

نن ټکی اسيا: د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ليبيا ترينګلو حالاتو ته په کتو خپلو ټولو اتباعو ته امر کړی، چې سمدستي ليبيا څخه و وځي.

امريکا د ليبيا پلازمېنې طرابلس کې هم د خپل سفارت د کارکوونکو شمېر بيخي کم کړی، چې يوازې بيړنيو حالاتو کې خپل ماموريت پر مخ بووځي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د ليبيا حالات ورځ تر بلې ترينګلي کيږي او د امريکا په ګډون ټول بهرني اتباع د ترور او وژلو له ګواښ سره مخ دي.
امريکا دا پريکړه هغه مهال وکړه، چې بنغازي کې انصار الشريعة په نوم اسلامپالو امريکا ته ګواښ کړی، چې د ليبيا کورنيو شخړو کې اور ته لمن وهي او که امريکا له خپلو کړنو وانه وښته نو د عراق، سومال او افغانستان په برخليک به اخته شي.

ځينې دفاعي سرچينې وايي، چې امريکا شاوخوا زر سمندري ځواکونه او يوه سمندري بېړۍ د ليبيا د سمندر پر لور ليږلي دي.

د يادونې وړ ده، چې د ليبيا د پخواني ټول واک معمر القذافي له نسکوريدو وروسته نوموړي هيوادکې د بېلابېلو ډلو تر منځ وسلوالې نښتې پېښيږي.

د انصار الشريعة په نوم اسلامپالې ډلې پر امريکا تور لګولی، چې د ليبيا کورنۍ جګړې ته لمن وهي او دغه هيواد د خپلو لاسپوڅو ملاتړ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x