رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (٨٨برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

پروفيسرويليم هی داسلام دحقانيت په هکله وايي:

زه دې ته حیران شوم چې په مقدس کتاب قرآن کریم کې داسې څه شتون لري، چې هیښونکې او په زړه پورې دي، هغه څه پکې دي چې په راتلونکې کې به کشف او اختراع شي، زه دا درته ویلای شم چې دا الهي کتاب دي.

شیخ عبدالمجید زندانی بیا له هغه څخه د سمندر د سطحې، لوړې ژورې، د سمندر ترمینځ واټنونه، د سمندر ځمکه او داسې نورې پوښتنې وکړې، چې ولیم هې یې په ځواب کې وویل:

ماته دا ډېره په زړه پورې ده چې کوم معلومات چې په قرآنکریم کې شته؛ هغه معلومات زما لپاره د نورو ټولو معلوماتو سرچېنه شول او د قرآنکریم معلومات د سمندر په هکله ډېر نوي، هېښونکې او په زړه پورې دي او زه دا تصدیق کوم چې قرآنکریم یوا لهي کتاب دی، ځکه چې په هغه وخت کې دا ایاتونه په داسې وچه دښته کې نازل شوي دي چې هیڅ سمندر هلته نه ؤ او له دې علم سره تر ډېر وخته پورې موږ واقف نه وو۔

پروفيسر درجار او د اسلام د حقانيت په هکله وايي:

دا ډېره مشکله ده چې یو انسان د هغه څه په اړه فکر وکړي، چې هغه ۱۴۰۰ کاله مخکې بیان شوي دي او اوس دې انسانان ورباندې پوه شي، زه دا درته ویلای شم چې دا د یوه عادي انسان پوهه او لیکنه نه ده، بلکې دا له مافوق الفطرت څخه سرچېنه اخلي.

شیخ عبدالمجید زندانی بیا د قرآني آیاتونو د حقانیت په هکله ورڅخه وپوښتل:

تاسې په قرآنکریم کې دساینسي معلوماتو په هکله څه نظر لرئ او له نوي ساینس سره قرآنکریم څنګه پرتله کوئ؛ حال دا چې امام الانبياء حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ۱۴۰۰ کاله مخکې په دې پوهېده؟

پروفيسر درجار په ځواب کې وویل:

د هر شي په هکله چې په قرآنکریم کې په تفصیل سره معلومات ورکړل شوي دي، دې ته هرڅوک حیران دي او دا کېدای شي چې په هغه وخت کې انسانانو په څه شیانو کې څه محدود علم درلوده او قرآنکریم هر څه داسې په تفصیل سره بیان کړیدي چې دا د انساني عقل او پوهې څخه لوړ دي، نو زه دا منم چې قرآنکریم د مافوق الفطرت د یوې سرچېنې څخه راغلي دي۔

نور بيا

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د