نظــر

وارخطا چین – یو نوی دیپلوماتیک لوبغاړی

کالم: امت – (نن ټکی آسیا): افغانستان د خپل ستراتيژیک موقعیت او غني زیرزمیني منابعو په درلودو سره هر وخت د نړۍ د سترو قوتونو د توجه محراق وي. له لومړۍ نړیوالې جګړې ترمخه بیا ان د شوروي تر راتګه پورې دلته د دوه‌‌‌ؤ قطبونو ترمنځه سړه جګړه روانه وه. د شوروي له ماتېدو وروسته په دغه سیمه کې امریکایي صولت مخ په زیاتېدو وه تردې چې طالبان راغلل او بیا یې رژیم د امریکا او شمال ټلوالې له لوري چپه شو. د چارو‌کارپوهان اوس وایي چې پدغه سیمه کې غربي دیپلوماتیک نفوذ مخ په کمېدو دی او ورو ورو یوه بل نړیوال اقتصادي قوت ته یې دروازې مخ په خلاصېدو دي چې هغه چین دی.

چین لدغې خالیګاه څخه په استفادې غواړي خپله آینده پدغه سیمه کې تضمین کړي. نوموړی هېواد د ډېرو اقتصادي پروژو او لویو قراردادونو له لارې ځان پدغه سیاست کې ښکېلوي او ویني چې آینده ددوی ده. د افغانستان او پاکستان په لویو او ملي مسایلو کې چې یوه یې هم د سولې پروسه ده چې باید د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځه د باور فضا رامنځته شي، چین ته د نېک نیتۍ د ښوودلو یو ښه فرصت دی.

د چین د وارخطایۍ دلیل د یوغور (ایغور) جنګیالي دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځه په قبایلي سیمه وزیرستان کې له طالب او القاعده جنګیالیو سره یو ځای، هم د پولې دېخوا او هم هاخوا د دواړو دولتونو پر ضد له خپلو حلیفانو سره مرسته کوي. د ایغور جنګیالي د چین د سینکیانګ (زینجیانګ) ایالت مسلمانان دي چې د کمونست رژیم له لوري یې حقوق تر پښو لاندې شوي، او دېته مجبور شوي چې د خپلو حقوقو د غوښتلو په خاطر وسلوالې مبارزې ته لاس واچوي. له افغانستان څخه د ناټو او امریکایي قواؤ په وتلو سره چین خپل ځان په خطر کې ویني او مجبور دی چې د خپل تحفظ په خاطر پیشګیرانه اقدامات ترسره کړي.

چین اوس کوښښ کوي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې هم لویه ونډه ولري تر څو لدغې لارې خپلو اهدافو ته لاسرسی پیدا کړي. د افغانستان د سولې د عالي شوراء د یوه غړي له لوري دا خبره تائید شوې هم ده خو تر اوسه پورې په رسمي شکل د چین له لوري د مېز پر سر څه نشته.

دا چې دغې مسئلې ته ښه په ځیر وګورو او له نږدې یې مطالعه کړو پدې اړه د رویټرز مضمون جالب دی چې په لاندې کرښو کې یې وضاحت شوی دی.  

چین په افغانستان کې د یوه قوي دیپلوماتیک رول د اداء کولو په لاره کې خپل تیاری نیسي دا پداسې حال کې ده چې له هېواده به د ناټو د قواؤ وتل هغه جنګ لاپسې زورور کړي چې ددغه هېواد په دروازو کې تیار منتظر ولاړ دی. دواړه هېوادونه د یوه غرني دهلېز له لارې له یو بل سره نښتي دي یعنې بیجینګ د افغانستان پر معدنونو او منرالونو تمرکز کولای شي، پداسې حال کې چې جګړه او ترورستان، ټول د ناټو او امریکا له لوري دفع کېږي.

مګر مقامات وایي چې چین د یوه ستراتيژیک لوبغاړي په حیث سر راپورته کوي.

د اګست په میاشت کې به نوموړی هېواد د (آسیا زړه) په نامه یو کنفرانس دایر کړي چې له افغانستان څخه به یې نوی ولسمشر ګډون کوي او همدارنګه له سیمه ییزو دولتونو، د هند او پاکستان د مشرانو په ګډون به پدې کنفرانس کې ګډون کوي. یوه غربي دیپلومات وویل چې چین پدغه اړه لا له مخکې یوه درې جانبه غونډه د افغانستان او نورو هېوادونو په ګډون دایره کړې ده.

د چین یو له لویو سرګردانیو او تشویشونو څخه داده چې د ناټو له وتلو وروسته به د یوغور جنګیالي چې ددغه هېواد په جنوب کې غواړي ځانته جلا هېواد ولري، خپلو حملو ته په شدت سره دوام ورکړي، او لدغې خالیګاه څخه به استفاده وکړي.

داسې باور کېږي چې د یوغور په سلګونو جنګیالي د افغانستان او پاکستان ترمنځه په پرته غیرقانوني قبایلي سیمه کې په جګړو او د جګړه‌ییزو تکتیکونو په یادولو بوخت دي. له رویټرز سره ددغې ډلې یوه مشر له نامعلوم ځای څخه د مرکې په لړ کې وویل چې چین به د خپلو مظالمو قیمت د زینجیانګ ایالت د مسلمانانو کې اداء کړي.

په بیجینګ کې د چین د نړیوالو اړیکو د انسټیټیوټ د جنوبي آسیا د چارو مختصص او کارپوه (هو شیشینګ) وویل: [مخکې موږ فکر کاوه چې؛ د هر څه تر شا امریکا ده او امریکا نه غواړي چې ددوی پر ځای دې کوم بل څوک د نړۍ په ستر طاقت بدل شي]. هغه زیاته کړه؛ اوس د امریکا د ستراتیژیک تمرکز په بدلېدو سره، ګاونډیو هېوادونو درک کړې ده چې نه پرېږدي افغانستان یو بل بحران ته ننوځي.

هو شیشینګ زیاته کړه: پاکستاني او افغاني طالبان د یوغور جیګیالیو سره نږدې اړیکې لري او یو له بله سره ډېر اخږلي دي. نو موږ ته ضرور ده چې دغې مسئلې ته ډېره زیاته توجه وکړو چې پخوا مو نده ورته کړې.

د طالبانو د رژیم له ختمېدو تراوسه پورې افغانستان ته د نوموړي هېواد ټولې مرستې د 250 میلیونه ډالرو شاوخوا اټکل کېږي او د امنیت په برخه کې د نوموړي هېواد مرسته د مخدره توکو پر ضد د مبارزې د پرسونل روزنه او تربیه ده.

چین په آمو سیند حوزه کې د تېلو د استخراج په برخه کې د 700 میلونه ډالرو د پانګونې توافق کړی دی او د لوګر د مسو د عینک د کان په برخه کې د 3 بلیونه ډالرو قرارداد لري. مګر د چین په چارو کې متخصصین وایي چې د اوس لپاره د چین لومړیتوب د امنیتي ستونزو په اړه دی نه پانګونې او تجارت ته.

د افغانستان د سولې د شوراء یوه غړي وویل؛ دوی له اوله په اقتصادي چارو ډېر تمرکز کاوه نه د سولې او منځګړتوب په اړه، خو اوس دوی د سولې په پروسه کې د ګډون کولو په خاطر لېوالتیا ښودلې ده. د چین او امریکا سفارتونو پدغه اړه له نظر ورکولو څخه ډډه وکړه.

دا به په ډېره لوړه کچه ناشونې وي چې چین دې د امریکا په مشرۍ په افغانستان کې خپل عساکر له تروریزم سره په جګړه کې اخته کړي. مبصرین پدې باور لري چې په سیمه کې د غرب منګولې ورو ورو په سستېدو دي او لدې خالیګاه څخه په استفادې بیجینګ غواړي د دوه‌ؤ ګاونډیو هېوادونو ترمنځه د روابطو د ښه‌کولو له لارې په سیمه کې خپل دیپلوماتیک رول ولوبوي.

کابل هر وخت اسلام‌آباد پر دې ملامتوي چې ترورستانو ته یې پناه ورکړې او د افغانستان دننه په حملو کې ورځینې ګټه اخلي؛ او اوس پاکستان هم د افغانستان په اړه له ورته څرګندونو کار اخلي او افغانستان پردې ملامتوي چې پاکستان ته ترورستان لېږي. پدغه برخه کې د امریکا لس‌کلنې دیپلوماسۍ ونشول کولای چې دواړه خواوې راضي کړي او د خبرو‌اترو مېز ته یې کېنوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو معین وزیر، ښاغلي ارشاد احمدي وویل؛ چین موږ ته پخوا پدې اړه ډاډ راکړی وه چې دوی به پاکستان دېته تشویق کړي څو له طالبانو سره د سولې په خبرو‌اترو کې د افغانستان لاس‌نیوی وکړي.

موږ پدوی باور لرو او موږ په ګډه سره په یو پلان کار کوو. احمدي رویټرز ته وویل.

د ځینو دیپلوماتانو له لوري په افغانستان کې د چین دغه لوی رول لوبولو ته پداسې یو نظر ګوري چې کوښښ کوي د خپلو ګاونډیانو له ځپلو وروسته؛ د چین د سیند په جنوبي حوزه کې د حق او امتیاز د دعوا په کولو سره ځان د نړۍ په مهمو مسایلو کې مسؤول وبولي.

انډریو سمال د جرمني په مارشال فنډ کې یو کارکوونکی دی چې د پاکستان – چین په روابطو یې یو کتاب لیکلی چې په راروانو ورځو کې به چاپ شي، وایي، چین دا هر څه پدې خاطر کوي چې اوس پوه شو چې دده خپل امنیت په خطر کې دی.

څلور کاله ترمخه، واشنګټن چین ته د څو مشترکو پروژو وړاندیز وکړ چې د چین له لوري په عینک سیمه کې د مسو د کان تر څنګه د څو ښوونځیو جوړول – او د امریکا له لوري همالته د ښوونکو د روزنې د مرکز رغول شامل ول. چین له دوه‌ؤ کالونو وروسته ددغه وړاندیز ځواب ورکړ.

اوس داوړه هېوادونه د افغان دیپلوماتانو په روزنه بوخت دي.

نوموړي وویل: د 2011 کال په آخر کې چین دا خبره درک کړه چې امریکا له افغانستانه وځي او دوی باید حالاتو ته ځان برابر کړي. تراوسه پورې چین ځان غلی نیولی او یوازې ننداره کړي، ددوی یوازنی کار چې کړی یې دی او کوي یې هغه ځینو غونډو ته د رسمي خبرو کولو په خاطر د خپلو خلکو لېږل دي.

په بیجینګ کې یوه اسیایي دیپلومات پدې اړه اندېښنه وښوده چې د کابل په مسئله کې د بیجینګ لېوالتیا او رغبت ښایي دوی په کوم جنجال اخته کړي؛ هغه داسې چې ددوی رسمي مشرک او کمونست مشران له مسلمانو هېوادونو سره د معاملې کولو ډېره کمه تجربه لري. هغه زیاته کړه چې افغانستان په ډېره لوړه کچه توکمیز هېواد دی او د نورو مسلمانو هېوادونو په څېر ندی. هغه وویل چې چین به پدې مسئله کې له ډېرو ستونزو سره مخ شي.

لیکوال: عبد البصیر عتیقزی، کالم: امت، نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x